د هزاره او کوچیانو ترمنځ به دیرش کلنې شخړې ته د پای ټکی کېښودل شي.
وروسته له دې چې د وردګو والي ښاغلي عبدالمجید خوږياڼي د مرکزي ادارې څخه په بیلا بیلو غونډو کې په دې ولایت کې د کوچیانو او هزاره قومونو ترمنځ شاوخوا دیرش کلنې شخړې ته د حل لارو چارو د موندلو غوښتنه وکړه،د جمهور رئیس د حکم پربنسټ د سلاکار وزیر اسدالله وفا په مشرۍ یوه څلرویشت کسیزه پلاوي د دغه ستونزې د حل په موخه نن (پنجشنبه) میدان وردګو ولايت ته د خپل لومړني سفر په ترڅ کې د دغه ولايت له والي سره لیده کاته او خبرې اترې وکړې.
سلاکار وزیر او د یاد پلاوي مشر اسدالله وفا وویل : دغه ولايت ته د جمهور رئیس د حکم له مخې راغلي او موخه یې د کوچیانو او هزاره قومونو ترمنځ د یرش کلنې شخړې ته دپای ټکی کېښودل دي .
هغه زیاته کړه، د یادې ستونزې د حل په موخه یې نن لومړی د دغه ولايت له والي ښاغلي عبدالمجید خوږياڼي سره لیده کاته او بشپړې خبرې وکړې او ژر به د کوچیانو او هزاره قومونو سره بېلابېلې لیدنې ترسره کړې او له هغې وروسته به ټولې پایلې مشرانو ته د حل لارو چارو سره یوځای وړاندې کړي.
د ميدان وردګو والي ښاغلي عبدالمجید خوږیاڼي د خپلو خبرو په ترڅ کې د مرکزي ادارې څخه مننه وکړه،چې په غوښتنه یې د کوچیانو او هزاره وروڼو ستونزې ته د حل په موخه یو لوړ رتبه پلاوی دغه ولايت ته راستولی دی،
هغه همدا راز هیله څرګنده کړه،چې یاد ټاکل شوی پلاوی به وکولای شي چې د کوچیانو او هزاره قومونو ترمنځ دیرش کلنې شخړې ته د پای ټکی کیږدي او په وینایې دغه پلاوی به د هغه پلاو سره چې په تیرو کلونو کې دیادې ستونزې په اړه ناستې ترسره کړي ډیر مثبت تغیر ولري .