د لغمان ولایت د الینګار اولسوالۍ اړوند د ټینګور په سیمه کي د چهارشنبې سهار ۷ بجې او ۲۰ دقیقې د سیمه ییزو پولیسو د یوې پوستې مخ ته چاودنه سوې چي په پايله کي ئې يو سيميز پوليس وژل سوي او درې نور ټپيان سوي دي .
لغمان والي ډاکتر فضل الله مجددي د وسله والو دغه عمل په کلکه غندلى، او د پېښو قربيانيانو سره ئې غم شريکي کوي.
د يادوني وړ ده چي په دې اړه تر اوسه خپله وسله والو څه نه دي ويلي