کور / تازه خبرونه / کندهار : توري ښيښې والا موټران به څارل کېږي

کندهار : توري ښيښې والا موټران به څارل کېږي

د کندهار ولايت په اوونيزه امنيتي شورا کي ټولو ملي امنيتي ارګانونو ته وظيفه وسپارله سوه چي ددغه ولايت په ټولو ساحو کي د مرمۍ ضد او تورو ښيښو لرونکو موټرونو په کنټرول کي خپلي هڅي زياتي کړي.
کندهار والي وايي چي امنيت تر پخوا ښه سوى او له دې اقداماتو څخه ئې يو هم د مرمۍ ضد او تورو ښيښو لرونکو موټرونو په سمه توګه مخنيوى او يا هم په ځينو مواردو کي سالمه څآرنه او کنټرول دى څو د دولت ضد فعاليتونو کي ورڅخه استفاده ونه سي.
د امنيت شورا په دې غونډه کي له کابل څخه وغوښتل سول چي د کوکنارو کښت سره د مبارزې په برخه کي د ولايتي ادارې حمايت چټک کړي څو دلته د توقع سره سم کارونه سرته ورسيږي او په ټولو ساحو کي تر حاصل مخکي تارياک له منځه ولاړ سي.