کور / تازه خبرونه / دامریکا F-16 ډوله جنګي الوتکه دافغانستان په غرونوکي راوغورځیده اوپیلوټ یې ووژل شو

دامریکا F-16 ډوله جنګي الوتکه دافغانستان په غرونوکي راوغورځیده اوپیلوټ یې ووژل شو

دامریکادهوايې پوځونویوپیلوټ هغه وخت ووژل سو ،چي الوتکه یې دشپي پرمهال دافغانستان په غرونوکي رانسکوره شوه. دناټوځواکونودپیښی دتآئید ترڅنګ په ډاګه کړه،چي دایساف ځواکونویوجنګی پیلوټ هغه وخت ووژل شو،چي دده الوتکه دافغانستان دختیځوسیموپه غرونوکي دپروازپرمهال راوغورځیدله. دغه سرچینه وایې چي دالوتکي دغورځیدوپه اړه پلټني رواني دي .
دایساف ځواکونه وايي چي دلمړیوڅیړنواومالوماتوله مخي دالوتکي دغورځیدوځای ته نږدي هیڅ وسله وال مخالفین موجودنه وواودالوتکي دغورځیدوعلت یې تخنیکي نیمګړتیا بللی ده .
دامریکایې پوځونوددغه اف-۱۶ ډوله الوتکي رالویدل ددي کال په پیل کي دامریکاپه جګړیزوعملیاتوکي دناټواو ایساف ځواکونولپاره دجګړي دخطر یوه جدی پیښه ده،اودپوځي چورلکولپاره ستونځي نوري هم ډیریږي.
وسله والوطالبانوتراوسه په دي هکله څه نه دي ویلي.