ملي دفاع وزارت د ملي اردو د اوو سرتېرو د وژل کېدلو او دوو نورو د ټپي کېدلو خبر ورکړ.
د دغه وزارت په يوه خبرپاڼه کي ، راغلي چې د کندهار په پنجوايي ولسوالۍ کي د ملي اردو يو سرتېری، د فارياب ولايت په قيصار ولسوالۍ کې هم يو سرتېری او د کونړ ولايت په دانګام ولسوالۍ کي د ملي اردو پېنځه سرتېري وژل سوي او په هلمند او ميدان وردګو ولايتونو کي د دغو ځواکونو دوه سرتېري ټپيان سوي دي.
په دغه خبرپاڼه کي، چي نن ماسپښين مهال خپره سوي، راغلي چي دغو سرتېرو ته د دولت د وسله والو مخالفينو په مخامخ بريدونو او د ماين په چاودنو کي مرګ ژوبله اوښتې ده؛ خو د يادو سوو پېښو کره وخت يي نه دی په ډاګه کړی.
ملي دفاع وزارت همدارنګه د دريو قوماندانو په ګډون د نهو وسله والو مخالفينو د نيول کېدلو او يوه بل د ټپي کېدلو خبر هم ورکړی دی.
خو د دولت وسله والو مخالفينو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.