کور / تازه خبرونه / روزګان: په پراخ لاريون كي د ګاونډيو هيوادونو پر ضد شعارونه وركول كيدل

روزګان: په پراخ لاريون كي د ګاونډيو هيوادونو پر ضد شعارونه وركول كيدل

په روزګان كي سلګونو كسانو د يوه لاريون پرمهال د اسدالله خالد د بيرته راستنيدو هركلي كړي او له مركزي اداري يې غوښتي تر څو پر هغه د سوى ځانمرګي بريد پلټنه وكړى .
په روزګان كي سلګونو كسانو د يوه پراخ لاريون پرمهال د ګاونډيو هيوادونو پر ضد شعارونه وركول او د افغان دولت څخه يي غوښتل ترڅو د هغو ګاونډيانو چي په ښكار ددوستي ناري وهي او په پټه د افغانستان په چارو كي منفي لاسووهني كوي تير نه ووځي او په زرغرده يي جواب ووايي .
هغوي د پاكستان نوم ياد كړ او د مرګ پر پاكستان شعارونه يي وركول .
لاريون كوونكو پر اسدالله خالد د سوي ځانمرګي بريد مسول هم پاكستان ياد كړ او د مركزي اداري يي وغوښتل ترڅو جدي پلټنه يي وكړي .
لاريون چي سهار نهه بجي پيل د غرمي تر دولسو بجو پوري يي دوام وكړ چي په سيمه كي هم كللك امنتي تدابير ورته نيول سوي وه .
لاريون كوونكو هغو كسانو او هيوادونو ته ګوټ څنډه وكړه چي په افغانستان كي بي ځايه لاسوهني او مداخلي كوي چي ددي كاره لاس واخلي كه نه افغانان به يي په وړاندي ودريږي .
د روزګان د امنيه قومانداني وياند فريد عايل لر او بر ته د ټليفون پر كرښه وويل چي لاريون سوليز وو او په ښه ډول سره پاى ته ورسيد .
دا لومړي ځل ندي چي د پاكستان او ايران په وړاندي ډاډول لاريونه تر سره كيږي له دي مخكي هم پراخ لاريونه تر سره سوي او نړيوالي تولني هم پاكستان ته ويلي چي د افغانستان په چاروكي د مداخلي لاس واخلي .