نن دولسي جرګي غړودعمومي غونډی په درشل کي داوو(۷)وزیرانوداستیضاح په اړه خپلي رایې واچولي. وکیلانودهغووزیرانوپه اړه پریکړی وکړي،کوم چي دخپلووزارتونودپرمختیایې بودیجه یی په ۱۳۹۰ کال کي نه وه لګولي .دولسي جرګي غړونن په لاندي ډول سره دوزیرانو داستیضاح په هکله خپلي پریکړي درایو په ورکولوسره څرګندي کړي.وکیلانودپوهني وزیر غلام فاروق وردګ ، دمخدروتوکووزیر ضراراحمدمقبل اودسوداګری وزیر انورالحق احدی ته دقناعت رایې ورکړلي اوهغوی پرخپلو چوکیوباندي پاتي شول . ولي وکیلانودکانونووزیر وحیدالله شهراني اوداطلاعاتواوکلتوروزیر مخدوم رهین ته دسلب اعتما دیادنه قناعت رايې ورکړلي او هغه دواړه وزیران یې دوزارت له چوکي څخه لیری کړل. دولسي جرګي غړي به داوبواوبريښناوزیر تورن اسمعیل اوداقتصادوزیر عبدالهادی ارغندیوال په هکله د راتلونکي شنبه په ورځ خپلي پریکړی اعلان کړي.
دیادوني وړده ،چي داوبواوبریښناوزیر تورن اسمعیل درایو په هکله دوکیلانوترمنځ دوروستي پریکړي په اړه شخړه روانه ده .داځکه چي دهغه دموافقو رایو شمیر (۸۳) اودمخالفو رایو شمیر (۹۹) ته رسیږی ،ولي دهغه دسپینورایو شمیر (۲۲) رایې دي .ځیني وکیلان دهغه دسپینو رایو شمیر دهغه دموافقو رایوسره ګډوي خوځیني وکیلان بیا سپیني رایې دهغه دمخالفو رایوسره یو ځای کوي ولي اکثره ډله وکیلان سپیني رايی په هیڅ کي نه راولي او تورن اسمعیل دوزارت څخه دسلب اعتمادوړبولي.وکیلانودتورن اسمعیل دوزارت پر چوکي باندي دهغه دپاتي کیدواو لیری کیدو په هکله ډیری خبري وکړي ،ولي کومي ځانګړي پریکړي ته ونه رسیدل .دغونډی رئیس دولسي جرګي لمړي منشي میرویس یاسیني غونډي ته اعلان وکړی ،چي راتلونکي (شنبه )به په دي هکله خبري وکړی. دوکیلانونني غونډه پای ته ورسیده اودشنبه په ورځ به وکیلان بیا په دي اړه خبري اومشوري سره وکړي اوخپلي پریکړي به له سره پیل کړي.
دولسي جرګي دوکیلانودنن ورځي درایواچوني لړي په لاندي ډول سره وړاندي کیږي:
۱: دمخدروتوکو وزیر ضراراحمدمقبل درايوپایلي!
۱: (۱۰۶) موافقي رایې
۲(۹۲)مخالفي رایې
۳:(۸) سپیني او باطلي رايې
۲:دپوهني وزیر غلام فاروق وردګ درایو پایلي!
۱:(۱۲۴) موافقي رایې
۲:(۷۳) مخالفي رایې
۳:(۶)سپیني رایې او (۳) باطلي را یې
۳:دکانونووزیروحیدالله شهراني درایو پایلي!
۱:(۹۶) موافقي رایې
۲:(۱۰۴) مخالفي رایې
۳:(۶) سپیني رایې
۴:داطلاعاتواوکلتور وزیر مخدوم رهین درایو پایلي!
۱:(۸۸) موافقي رایې
۲:(۱۰۸)مخالفي رایې
۳:(۸)سپیني او (۲) باطلي رایې
۵:داوبواوبریښناوزیر تورن اسمعیل درایو پایلي!
۱:(۸۳) موافقي رایې
۲:(۹۹)مخالفي رایې
۳:(۲۲)سپیني رایې
۶:داقتصاد وزیرعبدالهادی ارغندیوال درایو پایلي!
۱:(۹۹)موافقي رایې
۲:(۹۵)مخا لفي رایې
۳:(۱۰) سپیني او (۲) باطلي رایې
۷:دسوداګری وزیر انورالحق احدی درایو پایلي!
۱:(۱۱۷) موافقي رایې
۲:(۸۱) مخالفي رایې
۳:(۴) سپیني او (۴) باطلي رای.