کور / سپورټي / مبارک: افغانستان د کرکټ د اسيايي سياليو اتلولي وګټله

مبارک: افغانستان د کرکټ د اسيايي سياليو اتلولي وګټله

په نيپال کې د کرکټ اسيايي سياليو په پایلوبه کې افغانستان نیپال ته په ماتې ورکولو سره د دغو سياليو اتلولي خپله کړه.
د دې لوبې پچه افغانستان وګټله، خو لومړى يې نیپال لوبډلې ته د لوبې کولو بلنه ورکړه.
د نیپال لوبډلي په شلو اوورونو کې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو ١۳۵ منډې جوړې کړې او افغانستان ته يې د ۱۳۶ منډو هدف وټاکه.
د افغانستان له لوري ګلبدین نایب د نیپال دوه ، شاپور ځدران او حمزه هوتک يو يو لوبغاړي وسوځول. او دوه لوبغاړی یی رن اوټ سول.
د افغانستان له لوري ګلبدین نایب ۴۳،محمدنبي ۳۸ کریم صادیق ۳۲ نجیب ځدران ۱۵ او سمع الله شینواری ۹ منډې جوړې کړې.
د لوبي غوره لوبغاړی ګلبدین نایب سو، چی په بالینګ او بیټینګ دواړوه کې یې ډیره ښکلې لوبه وکړه.
افغانستان تر دې مخکې په ٢٠٠٧، ٢٠٠٩ او ٢٠١١ کلونو کې د دغو سياليو اتلولي خپلې کړې او دا ځل یی بیا له خپلې اتلولۍ څخه دفاع وکړه.
په دی سياليو کې دوه لوبډلې د شل اووريز نړيوال جام لپاره غوره کېږي، افغانستان د يو ورځني کرکټ دريځ په لرلو او د اماراتو د کوربه توب له امله لا دمخه دغو سياليو ته لاره پيدا کړې وه.
دا سيالۍ پر دوو ګرپونو وېشل شوي وې، په الف ګروپ کې نيپال، ماليزيا، هانګ کانګ، مالديف او سنګاپور او په ب ګروپ کې افغانستان، امارات، عمان، کويټ او بحرين شامل و.

لراوبر:
ټولو افغانانو ته د دې بريا مبارکي وايو.