کور / تازه خبرونه / فراه : درنه جګړه روانه او ځانمرګي بريدونه هم سوي دي

فراه : درنه جګړه روانه او ځانمرګي بريدونه هم سوي دي

نن سهار شاوخوا نهه نيمې بجې، د وسله والو او ځانوژونکو بريدګرو يوه ډله، په فراه ولايت کي د استيناف محکمي او کابل بانک ودانيو ته ننوتلي او سخته جګړه يې پيل کړې ده.
د فراه د والي وياند عبدالرحمان ژوندي وايي ، چي دغه ډله ييز بريد نن چهار شنبه سهار شاوخوا نهه بجې د څو تنو ځانوژونکو او وسله والو بريدګرو له خوا سوی دی.
د ده په وينا، بريدګر توانېدلي چي د دغه ولايت د استيناف محکمې او کابل بانک ودانيو ته ننوځي او له امنيتي ځواکونو سره جګړه پيل کړي.
ده وويل، چې اوسمهال په سيمه کي درنه جګړه روانه ده ، خو تر اوسه د مرګ ژوبلې په اړه کره معلومات نسته دي.
د فراه د عامې روغتيا رييس عبدالجبار شايق وويل، چې د بريد له سيمې څخه ٢٤ تنه ټپيان او دوه مړ وي روغتون ته ور وړل سوي دي، چې په ټپيانو کې درې تنه پوځيان او ٢١ تنه نور ولسي وګړي دي.
د ده په وينا، په ټپيانو کې د پېنځو تنو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دی.
د نني بريد مسوليت وسله والو طالبانو په غاړه اخيستي او ادعا كوي چي په بريد كي يي زياتو كورنيو ځواكونو ته درنه مرګ ژوبله اړولي ده .
نور جزيات به په وروستيو خبرونو کې وړاندې شي.