کور / تازه خبرونه / افغان کلتوری نندارتون کې افغانستان لومړى مقام وگاټه .

افغان کلتوری نندارتون کې افغانستان لومړى مقام وگاټه .

فیصل اباد: د فیصل اباد کرهنیز پوهنتون کی د کلتوری اونیز سپرلي جشن مراسم چې د مارچ په ۲۸ نیټه پيل شوي وو پاى ته ورسيدل د پوهنتون د محصلینو له خوا چی له مختلفو هیوادونو سیمو او فیکلټیانو څخه وو هر چا له خپل کلتور او هنر څخه ښودنه وکړه. د دې نندارې د افغان ځوانانو لخوا وړاندې شوي کلتورې ټوټې او نمونې ډیرې خوښې کړې او وې ستایلې.د پرگرامونو دا لړۍ تر د مارچ۳۱ دوام ودرلود او افغان محصلین خپل افغاني کلتور دود او لباسونه خلکو ته ورښکاره کړل ، ده کلتوری او د سپرلی جشن اوونۍ په یاده نیټه ۳۱مارچ ۲۰۱۳ په ماښام ۸بچو پای ته ورسیده چی تقریبا ۵۰۰ نه زیات مختلیفو کمپنیانو ،د پو هنتون فیکلټیانو ،سیمو او هیوادونو پکی برخه اخیستی وه او هر چا خپل دودونه او تاریخی آثار یو بل ته څرګند کړل او ددی کلتوری اوونۍ په نوم لړکی دافغانستان اسلامی دولت په لومړی قطار کی راغی او لمړی مقام یی تر لاسه کړ.یاده د وی چی افغان محصیلینو کلتوری سامان په اسلام اباد کی د افغانستان لوی سفارت او په پیښور کښی د افغا نستان قونصلګری څخه راوړی وو پرته له دوی د همکاری څخه دومره ستره بریا ناشونی وه د فیصل اباد کرهنیز پوهنتون د افغان محصیلینو نمایندګي ترې ډیره مننه کوي او هیله کوي چی راتلونکی کښی هم له مو نږسره همکاری ته دوام ورکړی چی تر څو وکولی شو په ګډه سره ګران هیواد ته خدمت وکړو.