د وردګو ولايت امنيتي چارواکي خبر ورکوي چي تېره ورځ د دې ولايت په اړونده سيمو کي يوه ترافيکي پېښه رامنځ ته سوې چي پکښي اوو نفرو ته مرګ ژوبله اوښتې.
چارواکي وايي چي پېښه د سيدآباد اولسوالۍ د سلطان خېلو په سيمه کي هغه وخت رامنځ ته سوه چي کله يو هينو او سراچه موټران سره وجنګېدل او په پايله کي ئې ٥ سپرلي د موټروان په ګډون ووژل سول او دوه نور ټپيان سول .
چارواي زياتوي چي د هينو موټر چلوونکى د سيمي تښتېدلى خو کلېنر ئې نيول سوى .
ترافيکي مسئولين د دې ډول ټکرونو لامل د سړک خرابتيا او يا د موټروانانو نامسلکي توب ښيي.
د يادوني وړ ده چي تر افغان جګړې را وروسته ترافيکي پېښي دوهم نمبر پېښي دي چي مرګ ژوبله ئې اولسي وګړو ته اوړي.