کور / تازه خبرونه / د بنوبمي برید کې ۲ مړه ٧ټپيان شول

د بنوبمي برید کې ۲ مړه ٧ټپيان شول

پېښور:دخیبر پښتونخوا د بنو پولیس وايي د صوبايي اسمبلۍ پخوانی غړی عدنان وزیر په يوه چاودنه کې ټيي شوی دی.نوموړی د یوې غونډې لپاره د ګاډو په یوکاروان کې نیمه قبایلي سیمې ته روان و، په لاره کې پرې بمي برید وشو.په دې پېښه کې دوه مشران وژل شوي او شپږ نور کسان هم ټپيان دي.وژل شوي مشران د بکاخیلو او جاني خیلو وسیدونکي دي.عدنان وزیر یوې سیاسي غونډې ته روان و چې پرکاروان یې برید وشو. په خیبر بښتونخواکې په تیرو څو ورځو کې په پرله پسې ډول بمي بریدونه او ځانمرګي بریدونه ترسره کیږي چې له امله یې د خلکو اندېښنې زیاتې شوي دي.تحریک طالبان پاکستان ددې برید پړه قبوله کړې ده. طالبانو ویلي عدنان وزیر تر پنځو کلونو پورې د عوامي نیشنل پارټۍ غړی پاتې شوی نو ځکه دوی ورباندې حمله وکړه. عدنان وزیر په دوه زره اتم کال کې د ازاد امیدوار په حیث په انتخاباتو کې برخه اخیستې وه خو بیا وروسته یې په عوامي نیشنل پارټۍ کې ګډون وکړو. عدنان وزیر دا ځل هم د حلقه پي کی دوه اویا بنو نه د ازاد امیدوار په حیث برخه اخلي.