د کابل د نن چاپ یو شمېر ورځپاڼو د نورو مسایلو تر څنګ، قطر ته د ولسمشر کرزي پر سفر تمرکز کړی او په دې اړه یې لیکنې او تبصیرې کړي دي.
سرنوشت:
سرنوشت خپلواکې ورځپاڼې په لومړي مخ کې په غټو ټکو سره لیکلي چې؛ ولسمشر کرزی قطر ته ولاړ.
ورځپاڼه د جمهوري ریاست د اعلامیې په حواله لیکي چې؛ په دې دوه ورځني سفر کې به ولسمشر کرزی د قطر له امیر او د دې هیواد له نورو چارواکو سره د افغانستان د سولې پر بهیر او یو شمیر نورو موضوعاتو وغږیږي.
ورځپاڼه زیاتوي چې، له دوو کلونو راپدېخوا په قطر کې د طالبانو لپاره د دفتر د پرانستلو بحث روان وو، خو افغان دولت په وار وار دا ویلي؛ تر هغو چې طالبان له جګړې لاس وانه خلي او له حکومت سره خبرو ته چمتو نه شي نو دا دفتر به نه پرانیستل کیږي.
ورځپاڼه د طالبانو په حواله زیاتوي؛ چې وایي، له افغان دولت سره خبرې نه کوي.
محور:
محور آزادي ورځپاڼې هم په خپلې سرمقالې کې همدې مسالې ته اشاره کړې او لیکي، ښایي یو نوی پروګرام پیلیدونکی وي.
د سرمقاله لیکونکي په باور، ممکن له ایران سره د پاکستان له لوري د ګازو د نللیکې د تړون لاسلیکول د پاکستان او امریکا اړیکې خرابې کړي وي.
ورځپاڼه زیاتوي چې، ولسمشر حامد کرزی پرون په یوه رسمي سفر قطر ته ولاړ؛ خو دا ځل یې دې سفر ته ډیرې هیلي ځکه شته چې؛ له دې فرصت نه به د افغان سولې په برخه کې ګټه پوته کړي.
د سرمقالې په دوام کې راغلي، پاکستان چې تر ډیره ځان ته د افغانستان په سوله کې د لومړیتوب او د دې سولې د بریا کیلۍ وایې، د خپل ناوړه سیاست له امله له افغانستان سره هغسي نه دی چلیدلی لکه چې ورته تمه کیږي.
ورځپاڼه د دې مطلب په یو بلې برخې کې لیکي چې، په اصل کې قطر ته د ولسمشر کرزي دا سفر د امریکا په غوښتنه او خوښه تر سره شوی دی.
سرمقاله لیکونکی وړاندیز کوي چې، اوس افغان لوري ته په کار دی، چې د پاکستان، عربي ټولنې او امریکا له کړکیچن حالت نه ګټه پورته کړي او د یوه معقول سیاست له مخې مخ پر وړاندي لاړ شي او افغان سوله بریالۍ کړي.
ارمان ملي:
ارمان ملي خپلواکي ورځپاڼې هم په خپلې سرمقالې کې په غټو ټکو لیکي چې؛ قطر ته د ولسمشر کرزي دا سفر، له طالبانو سره د مذاکرو له بهیر سره ارتباط لري.
ورځپانې له افغان حکومت سره د مذاکرو لپاره د طالبانو آماده کېدل مهم بللي او زیاتوي، داسې نه بریښې چې د خبرو اترو دا دور به کومې رغنده پایلې ولري؛ خو لیکي له دې سره کیدای شي، د خبرو اترو نور پړاونه مشخص شي.
ویسا:
ویسا خپلواکي ورځپاڼې په خپلې سرمقاله کې لیکلي چې؛ په هغه اندازې چې پاکستان په افغانستان کې د بحران په دوام کې رول لري؛ په هماغه اندازې د دې هیواد په سوله کې هم رول درلودلای شي.
خدمتګار:
خدمتګار خپلواکي د افغان کارپوهانو په حواله لیکي؛ چې وایي، په قطر کې د طالبانو لپاره د دفتر پرانستل کولای شي؛ د افغانستان په قضیو کې د پاکستان لاس لنډ کړي او د افغانستان په وړاندې د پاکستان دسیسې شنډي کړي.