کور / تازه خبرونه / سوله او که فرېب ورکونه؟”

سوله او که فرېب ورکونه؟”

کابل چاپ ګڼ شمېر ورځپاڼو د شنبې د ورځې لیکنې او تبصرې د سولې په اړه د پاکستان شرطونو ته ځانګړې کړي دي.

ملي باور:

ملي باور خپلواکې ورځپانې د ایمل فیضي له خولې لیکلي پاکستان په افغانستان کې د سولې لپاره شرطونه وړاندې کړي دي چې؛ افغان حکومت ته د منلو وړ نه دي.

ورځپاڼه لیکلي، پاکستان افغان حکومت ته ویلي چې؛ هغه وخت به د افغانستان د سولې له بهیر سره همکاري وکړي چې؛ افغانستان له هند سره اړیکې پریکړي او د افغان ملي اردو افسران په پاکستان کې وروزل شي.

ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې لیکلي، دغه بې معني شرطونه دي او افغان لوري ته د منلو وړ نه دي.

خدمتګار:

خدمتګار ورځپاڼې په خپل لومړي مخ کې په غټو ټکو لیکلي؛ پاکستان په کومو شرطونو سوله غواړي؟

ورځپاڼې د ولسشمر د ویاند ایمل فیضي خبرې راخیستې؛ چې وايي، که موږ له پاکستان سره د ستراتیژیکو همکاریو تړون لاسلیک کړو؛ افغان ولس به مو سنګسار کړي، ځکه دوی پوهیږي ځانوژونکي، چې عام وګړي او زموږ وسله وال ځواکونه وژني، له پاکستانه راځي.

ورځپاڼه د شنونکو په حواله لیکلي، پاکستان غواړي چې، په افغانستان کې لاسپوڅی حکومت ولري او په اقتصادي او سیاسي برخو کې زیات امتیازات تر لاسه کړي.

یادې ورځپاڼې په یو جلا مطلب کې لیکي؛ سوله او که فریب ورکونه.

د مطلب لیکوال لیکلي، له پخو دا فکر کېده چې پاکستان د افغانستان سولې ته ژمن نه دی؛ په سوله کې چې د همکاریو لپاره کومې ژمنه کوي؛ غواړي چې، تر ۲۰۱۴ کال پورې افغان دولت په تمه کې وساتي او اغفال یې کړي او بیا به یو وخت وايي چې؛ دوی خو ډېرې هڅې وکړي، خو طالبانو سوله نه منله.

ارمان ملي:

ارمان ملي ورځپاڼې د افغانستان د کورنیو چار وزارت خبره راخیستې؛ چې ویلي و، د “ای اېس ای” اداره د پاکستان خلک غولوي.

ورځپاڼه وړاندې لیکلي، څو ورځې وړاندې د پاکستان د کورنیو چارو وزارت ویلي وو؛ افغان حکومت د پاکستانیو طالبانو ملاتړ کوي.

ورځپاڼې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت غبرګون راخیستی؛ چې ویلي یې وو، د “ای اس ای” څارګره اداره په دا ډول څرګندونو سره د پاکستان خلک غولوي او هغوی ته فریب ورکوي.

ویسا:

ویسا خپلواکې ورځپاڼې هم لیکلي، د ډیورڼد کرښې په دواړو غاړو کې موجوده بحران د ترویزم له ملاتړ څخه سرچینه اخلي او پاکستاني طالبان هم د پاکستان د بهرني سیاست محصول دي.

ورځپانې د ایمل فیضي له خولې لیکلي؛ په همدې دلیل د افغانستان خلک افغان حکومت له پاکستان سره دستراتیژیک تړون لاسلیک کولو ته نه پریږدي.

د ویسا ورځپانې د سرمقالې عنوان دی؛ “افغانستان د پاڼ او پړانګ ترمنځ”.

د سرمقالې لیکوال وړاندې لیکي، که د تېرو ۱۲ کلونو په بهیر یو نظر واچوو؛ په زغرده ویلای شو، چې نه ګاونډیو زموږ له ولس سره د اسلامي خواخوږۍ او تاریخي شراکت پربنسټ عمل کړی او نه لویو هېوادونو افغانستان ته په سیمه کې د یوه متحد په سترګه کتلي دي.

د سرمقالې د لیکوال په اند، افغانستان اوس هم دپاڼ اوپړانګ ترمنځ دی؛ ځکه خو هم د چارواکو او هم په ټوله کې د افغان ولس د مخورو، سیاسي کدرونو او هغو شخصیتونو دروند مسوولیت دا دی؛ چې د یوه ملي محور د جوړېدو هڅې وکړي، ترڅو افغان ولس هر ګواښ ته په یوه دریځ ودرولای شي.

د سرمقالې د لیکوال په باور، که افغان ولس سره متحد نه شي، پریوه ملي دریځ راټول نه شي، خدای مه کړه، هغه څه به پېښ وي چې، په پیړیو به بیا جبران نه شي.