۱۲ کاله وړاندی چی کله امریکایانو پر افغانستان باندی تجاوز وکړ نو پاکستان د همدی یرغلګرو سره د هر ډول همکارۍ ژمنه وکړه خپل ټول هوایی او ځمکنۍ حریمونه یی د دوی په واک کی ورکړل چی په مقابل کی امریکا هم د ۵ میلیارده ډالرو نغده مرسته وکړه او هغه بندیزونه چی له وړاندی پر پاکستان د اتومی وسلی د جوړولو او خوارولو په نتجه کی پر پاکستان لږیدلی وو هم تری لری کړل.
په هم هغه وخت کی پاکستان خوصوصآ آی. ا س. آی یرغلګرو ته نه یوازی خپل حریم په واک کی ورکړ ورسره یی ډیری طالبان چی پاکستان ته یی پناه وړی وه ونیول او امریکایانو ته یی په لاس کی ورکړل.چی د پاکستان دا عمل اسلام خو لا څه چی د اسانیت په چوکاټ کی هم ځای نه لری.د پاکستان حکمرانان چی ځان یو اسلامی ملک بولی د اسلام او انسانیت سره ډیر واټن لری دا نه مسلمانان دی او نه ورته انسانان ویلی شو ځکه چی ټولی کړنی یی د اسلام او انسانیت سره په ضد دی. نږدی څلویښت کاله زموږ په ګران هیواد افغانستان کی یی د جګړی تنور ګرم ساتلی دی او خپله ډوډۍ پری پخوی.
دا چی په ۲۰۰۱ کال کی په امریکا کی لوړی ودانۍ چا راچپه کړی تر اوسه دقیق اسناد نه شته او نه به پیدا شی. خو په همغه وخت کی امریکایانو پر اسامه بن لادین باندی چی د طالبانو سره وو دعوا وکړه چی دا کار ګویا اسامه کړی دی نو دا یی د ځان لپاره بانه او زموږ پرپاکه خاوره ګران افغانستان باندی یی تیری وکړ او شعار یی د بن لادین نیول او یا له منځه وړل وو. ولی په حقیقت کی دا خبره نه وه بلکی امریکایانو غوښتل چی سیمی ته راشی دا ځکه که هدف د اسامه له منځه وړل وای، نو امریکایانو په بل ډول هم کولای شول چی هغه له منځه یو سی .
په ګوانتانمو کی ټول بندیان په جګړه کی نه دی نیول شوی بلکی لکه پورته یی چی یادون وشوه پاکستان لاس تړلی امریکا ته وسپارل او که په جګړه کی هم نیول شوی وی نو دا د دوی حق وو چی د خپلی خاوری څخه د یرغل په مقابل کی دفاع وکړی.
د ګوانتانمو بندیان ۱۲ کاله په بند کی بدون له دی چی ددوی محکمه وشی ساتل شوی دی چی دا په هیڅ بشری قانون کی جواز نه لری او امریکایان دا خبره کوی چی دا جنګی جنایتکاران دی. ولی ددی ادعا لپاره امریکا هیڅ سند نه لری.جنګی جنایت کاران که امریکا یی رښتیا په لټه کی وی ټولی نړۍ ته معلوم دی چی نن په کابل کی په یو داسی حکومت کی راټول شوی دی چی ملت یی تر پوزی پوری راوستی دی او همدغه امریکا یی تر شا ولاړه ده او ډالر ورکوی.
پاتی دی نه وی چی په افغانستان کی هر چا او هری ډلی جنګی جنایاتونه کړی وی باید چی محکمه شی هغه که هر څوک هم وی. ولی دا د انصاف او عدلت څخه ډیره لری خبره ده کوم عمل چی چی امریکایان یی د طالبانو سره کوی او په روښتیا جنګی جنایتکاران ازاد ګرځی.
موږ نه پوهیږم ّهغه ټولنی چی د بشر په نوم او د بشر د حقوقو په نو چیغی وهی چیری دی او د هغه بشر پوښتنه نه کوی چی په ګوانتانو کی په ۲۱ مه پیړۍ کی داسی سزاګانی او مجزات ورکول کیږی چی په هیڅ یو بشری ټولنه کی د هیڅ انسان سره ندی شوی. ای بشردوستانو راجګ شی او د ګوانتانو د بندیانو د حق پوښتنه وکړی ځکه دا هم انسانان دی. امریکا ته ووایی چی ددی مظلومانو سره انصاف وکړی او اقلآ محکمه خو د ورسره وکړی. دا چی نه تری پوښتنه کیږی اونه یی قید معلومیږی نو لدی نه به د بشر حقوق نور څنګه تر پښو لاندی شی چی امریکایان یی تر پښو لاندی کوی.
بل دا چی د کرزی لپاره له هر څه نه وړاندی دا پکار وه چی د امریکایانو سره یی اول د ګوانتانمو د بندیانو په هکله خبری کړی وای او د هغه بندیانو د حقوقو پوښتنه یی کړی وای ، که کرزی اوس هم رښتیا غواړی چی د طالبانو سره سوله وکړی لومړۍ د کرزی لپاره دا پکار ده چی د ګوانتانامو د بندیانو د حقوقو پوښتنه وکړی او بیا طالبانو ته د سولی وړاندیز وکړی.
مننه