دافغانستان جمهوری ریاست مطبوعاتي اداره خبرورکوی .چي تیره شپه حامدکرزي دانګلستان صدراعظم دیوید کامیرون سره تیلفوني خبري وکړی. دخبروموضوع په افغانستان کي دسولي هلي ځلي، دپاکستان اوافغانستان تر منځ اړیکي اودلندن ددریم کنفرانس دناستي دپریکړو پر پلي کولو باندي بحث اوخبري وکړي.
په خبرکي راغلي ،چي دلندن دِغونډي ددریومشرانو په ناسته کي پاکستان دافغانستان دسولي دپلان طرحه دافغانانو په مشری تآئیدکړي وه اودهغه څخه یې ملاتړ هم کړی وو . هغه وخت دواړوهیوادوپریکړه کړی وه چي دعالمانودشورادګډۍناستي اوکنفرانس څخه به په افغانستان کي دسولي راوستلو په لاره کي هلي ځلي وکړي. په خبروکي په قطرکي دطالبانوددفتر دپرانیستلو په اړه اودطالبانوسره د افغانستان دسولي دعالي شورادګډوخبرو په باره کي خبري وشوي.
دیادلوړه ده چي دپاکستان اوافغانستان دمشرانوترمنځ دتیرکال راپه دي خواه په ترکیه اوانګلستان کي څوناستي ترسره شوي .ولي دطالبانوسره دروغي جوړي په لاره کي یې کومه ځانګړي لاسته راوړنه نه درلوده .دمګړۍ دپاکستان اوافغانستان ترمنځ اړیکي تربل هروخت ترینګلي شوي دي اودپاکستان دعالمانوشورادافغانستان دعالمانودشوراپه ګډه غونډه کي دګډون څخه ډه ډه وکړه .