کور / تازه خبرونه / دبغلان ولایت دپلخمري ښاروال د(زنا)په تورله دندي څخه ګوښه شو

دبغلان ولایت دپلخمري ښاروال د(زنا)په تورله دندي څخه ګوښه شو

خاما پریس: دبغلان ولایت دپلخمري ښاروال سیدمقصودسادات چي څه موده مخکي دپلخمري دنوی ښاروال په توګه ټاکل شوی وو ،نن دخپلي دندي څخه ګوښه شو.
دخبردسرچینې په حواله پرنوموړۍ باندي تور لګیدلي دی ،چي دنامحروموښځو سره په نارواعمل کي ښکیل دئ. ویل کیږي چي نوموړۍ دخپل ملګری سره تیره ورځ دکابل ښاردمکروریانو په یوه کورکي ددرویونامحروموښځوسره چي دبدلمني لپاره هلته راغلي وي،دکابل دجنایې جرمونوسره دمبارزی دمدیریت لخواه ونیول شو. نوموړۍوروسته دنامالومودلیل څخه پرته له توقیف څخه خوښې شوی دئ.
دغه خبروایې ،چي نن سهارمیراحمد بایانی دبغلان ولایت دپلخمری ښاروالې پخواني کارکونکي دبغلان ولایت دحکم په اساس دپلخمري دنوی سرپرست ښاروال په توګه ګمارل شوی اوسید مقصودسادات په رسمي توګه له دندي څخه ګوښه شویدئ.
د يادوني وړ ده چي دسادات ملګری اوورسره هغه دري نامحرمه ښځې دکابل ولایت دپولیسولخواه بندیاني دي،ولي سیدمقصودسادات له بندڅخه آزادشوی دئ.