کور / تازه خبرونه / روسي میلیاردر بیریزووسکي په انګلستان کي مړشو

روسي میلیاردر بیریزووسکي په انګلستان کي مړشو

دنړیوالو خبرونو په درشل کي موخبر ترلاسه کړی چي دوي ورځي مخکي دبریتانیا پولیسوخبر ورکړي چي مشهور روسي صنعتي سوداګربوریس ابراموویچ بېریزووسکي دلندن ښار په څنډه کې په خپل کورکې مړموندل شویدی . بېریزووسکي په بریتانیا کې د تبعیدجلاوطني ژوندکاوه اودهغه دولت تابیعیت یی در لودی. ۶۷ کلن بېریزووسکي د روسي دولسمشر ولادمیر پوتین له کلکومخالفینوڅخه و،او روسي چارواکودهغه دنیولو لپاره څوځله هڅه کړی وه.
دبریتانیا پولیسو دنوموړي دمړینې په باب پلټنې پیل کړي دي. خود ټایمز ورځپاني وېلې چي پولیس تر اوسه د نوموړي دمړینې سبب نه دی څرګند کړي . دپولیسو په وینا تراوسه ددوی معلومات په لومړي پړاوکې دي، ځکه اوس مهال په دې باب څه ویل ګران دي. دامبولانس خدمتونو ویندوی ویلي ، چي دمارچ پر ۲۵ نیټه ماسپښین مهال دوی ته له «برکشایر اسکاټ » سیمې نه په ټیلیفون کی خبر راغلي موږ دستي یاد شوي ادرس ته یوامبولانس اوڅو کارکوونکي ولېږل، خو۶۷ کلن بېریزووسکي دپېښې په ځای کې ساه ورکړې وه.
ویل کېږي، چې نوموړی د مالي زیان له کبله له ذهني فشارسره مخامخ وو. تېر کال نوموړي ته نږدې درې ملیارده پونډه زیان واوښت. د بي بي سي د نړیوالو مسایلو خبریال رچرډ ګالپن وايي له دې زیانه وروسته بېریزووسکي له ډېر ذهني فشار سره لاس اوګریوان وو.
د ۱۹۹۰ په لسیزه کې روسیه کې د بېریزووسکي تجارت خورا مخکښ و. هغه مهال نوموړي په روسیه کې دمرسډیز او روسي ګران بیه ګاډوسوداګري کوله. وروسته نوموړي د روسیې په یوه شخصي ټیلویزیون کې ونډه واخیسته او له پخواني ولسمشر بورس یلسن سره یې په واک تر لاسه کولوکې مرسته وکړه.
د یلسن د ولسمشرۍ په وروستیوکلونوکې بېریزووسکي د روسیې دامنیت شورا د مرستیال سکرتر په توګه هم دنده تر سره کړه. پر نوموړي باندی تور ولګېد، چې دڅو کسانو دوژلو په توطیه کې یې لاس درلود.
بیریزووسکي دامریکا دپخواني اولسمشرکوچني جورج بوش اودهغه له پلارغټ بوش سره هم ښي اړیکي در لودي . روسي چارواکو ځو ځلي دبریتانیا ددولت څخه دهغه دسپارلو ِغوښتنه کړیوه ،خو بریتانیا یی دسپارلوغو ښتنه ردکړه، ځکه چي هغه دبریتانیا استوګن وو ،اودبریتانیا پاسپورت یې در لودی. بیریزووسکي دمرګ نه مخکي ویلي وو،چي دروسي دجمهوررئیس پوتین دمخالفت سره سره غواړی چي بیرته روسي ته ولاړشي خوبریالې نشو.
بیریزووسکي دری ځله واده کړی او دري لوڼي اویو زوی لری .