کور / ترخې خبري / دولت دبيارغوني په چارو کي انډول نه دی ساتلی

دولت دبيارغوني په چارو کي انډول نه دی ساتلی

افغان دولت دهېواد په ټولو ولايتونو کې په ټولو برخو کې کارونه تر سره کړې دي ،خو په دې برخه کې مرکزي دولت انډول نه دى ساتلي ځکه په ځينو ولايتونو کې داسې دبيارغونې کارونه تر سره کړې دي چې هغه ولايتونه اوس مهال ښه ګمراکي عوايد تر لاسه کوي .

خوست چې دهېواد له هغه ولايتونو څخه شميرل کيږي چې په ښه موقيعت کې پروت دى خومرکزي دولت آو وزآرتونو دې ولايت ته سمه توجه نه ده کړې چې له امله يې ولسونه له ګڼو ستونزو سره لاس او ګريوان دي هغه پروژې چې خوست مېشتي يې په بار بار سره له ولايتي ادارې او مرکزي دولت غوښتنه کړې ده خو تر اوسه له دې مهمو پروژو څخه يوه هم نه ده رغول شوي او کارونه يې په ټپه ولاړ دي چې په دې پروژو کې دا سې پروژې هم شته چې دوه کاله مخکې يې لومړنى کارونه پاى ته رسيدلي دي لکه دهوايي ميدان پروژه او دې ورته نورې پروژې دې چې ښه اهميت لري او سرې ګانې يې شوې دي خو اړوند وزارتونه په دې غوږ نه ګروي چې ددې مهمو پروژو لپاره خپله بوديجه په واک کې ورکړي تر څو په ځينو يې کارونه پيل شي او دځينو چې نمايي کارونه يې پاتې دي هغه هم په اساسي ډول سره ورغول شي .

په دې برخه کې دخوست ولايتې شورا غړو هم وړمه ورځ ديوه مطبوعاتي کنفرانس په ورکولو سره په ځينو وزا تونو نيوکې وکړې او ويې ويل داوبو او برېښنا وزارت دې خوست ولايت په دواريداتې برېښنا په غځولو کې بايد زرتر زره شامل کړي ځکه اوس دپکتيا ، پکتيکا او نورو ولايتونو سره په نيول شوي پلان کې نه دى شامل .

ددې تر څنګ د دوه منده ،مز غور ،تورکاڼې،او باک هغه څلور بندونه چې دسروې چارې يې هم ديوې بهرنۍ کمپنۍ له لورې تر سره شوې زرتر زره دې دا هم په عملي پلان کې شامل کړي .

دوى په ګډه وويل چې دا هغه وزارت دي چې خوست ولايت ته پاملرنه نه کوي او تل ددې ولايت سره دمور او ميرې چلن کوي او ټول مشکلات ددې وزارت دنه پاملرنې له امله په خپل ځاى پاتې دي .

دولايتې شورا ټولو غړو په ګده دترانسپورټ له وزارت څخه غوښتنه وکړه چې دهوايي ميدان کارونه دې نور نه ځنډه وي ‌ځکه لومړنۍ چارې يې دوه کال مخکې پيل شوي او سرته هم رسيدلي دي ، په دې برخه کې دې دا وزارت دې ملي او اقتصادي پروژې ته زياته توجه وکړي او له مخې يې بايد ټول خنډونه له منځه يو سي او په جدي ډول دې کار پرې پيل کړي .

دوى په خپلو خبرو کې وويل چې دلوړو زده کړو او ښـوونې او روزنې وزارتونه دې دلته ښوونيز بهير ته هم پاملرنه وکړي ځکه اوس هم موږ په دې برخ کې زياتې ستونزې لرو.

دفوايدي عامي وزرات باندې يې هم نيوکه وکړه چې دې وزارت تر اوسه کړې وعدې هم نه دي پوره کړې لکه دخوست اوګرديز لا ره دڅو کلونو راهيسې يې چارې پيل شوي خو تراوسه نه دي بشپړ اودشپږو پلونو وعدې کړې وې چې موږ به دا پروژې په ډېره لنده موده کې سرته رسوو خو هغه وعدې يې په خپل وخت سره سرته نه دي رسولي.

همداشان يې له نشه يي توکو له مبارزې وزارت هم غوښتنه کوله چې دکوکنارو دصفر په بدل کې ځانګړي پيسې دې زرتر زره دې ولايت ته ورکړي .

ولسونه دا وايي که چيرې داځل هم مرکزي دولت او اړوند وزارتونه دخوست مېشتو داغوښتنې ونه مني نو موږ به په سولييزو لاريونونو پيل وکړو.

که اړوند وزارتونه او مرکزي دولت دولس غږ وانوري نو په خپل لاس لاريونونوته لاره برابر ه وي او په خپله دولتي چارواکي شته اداره لړځوي او نفاق ته لاره برابره وي .

که چيرې مرکزي دولت دې ولايت ته خپل حق ورکړي نو په دې سره به دولايتونو په منځ کې له يوې خوا انډول ساتل شوى وي او له بلې خوا به په دې سره دلاريونونو مخه نيول شوي وي .