فردوس سينما ته نږدې د سړک تر غاړې يو جومات دى. د لمانځه او په ځانګړې توګه د جمعې د لمانځه په مهال به پکې داسې ګڼه ګوڼه وه، لکه ټول پېښوريان چې همدلته راغلي وي. د دې جومات د استنجاء کولو پر ديواله ليکل شوي و:(( پيشاب کرنا منع هے!)) خو دلته به د همدې (پيشابو) دومره بد بوى و چې دماغ يې سوزوه.
د جومات پر دروازه د ننوتلو( اللهم افتح لى ابواب رحمتک) او له جومات نه د بېرته را وتلو( اللهم انى اسئلک من فضلک) دعا ګانې ليکل شوې وې.دلته پر يوه ديواله يوه عربي جمله هم ليکل شوې وه. هغه جمله داسې وه:(( النعلين فى العينين)) ما ويل که دا هم دعا ده.په يادو مې زدکړه او جومات کې به مې د ثواب په نيت ويلې. يو وخت چې يې په مانا پوه شوم، نو خپل ځان پورې مې خندل. د ملايانو د تحت الفظي ژباړې له مخې، د دې جملې مانا وه: پڼې مو په سترګو کې. خو مطلب يې دا و چې په خپل پاپوش پام کوئ!
ځان سره مې ويل: په عربي د دې جملې ليکلو څه اړتيا ده؟ دلته خو عربان نه راځي. خو زموږ ډير شيان همداسې دي. ملا صاحبان د جمعو او اخترونو په ورځو کې اوږدې اوږدې خطبې وايي،مقتديان يې په مانا نه پوهيږي، يوازې د ملا صاحب خولې ته ګوري او بس. ملاصاحبان له هر لمانځه وروسته په عربي دعا وې کوي، خو مقتديان په پټو سترګو ورسره امين وايي.
دا نکل به څومره سم وي، خو زړونو ته لويږي او هغه دا چې کله په ننګرهار کې جهادي قوماندان حاجي صاحب حضرت علي په کش او فش کې و، نو يوه جمعه ملاصاحب په کوم جومات کې په عربي خطبه ويله.په خطبه کې د رسول اکرم صلى الله عليه وسلم د يارانو(خلفاى راشده) نومونه يو په بل پسې اخيستل کېدل چې کله د حضرت علي( رض) نوم واخيستل شو، نو د قوماندان صاحب يوه پلوي د خوا ملګري ته په خندا وويل چې زموږ د حاجي صاحب نوم خو يې واخيست.
زما د پېښور جوماتونه ډېر خوښيږي. يو وخت زموږ مدرسه( نعمان ابن ثابت) دين بهار کالونۍ کې وه. زه هغه مهال د پنځم ټولګي زده کونکى وم. سهار وختي به يې جمعې ته پورته کولو. څومره چې به وختي لاړو، لومړى صف به ډک و. له موږ نه واړه ماشومان به راغلي وو، د جومات پلاستيکي جالۍ خولې به يې پر سر وې، داسې به ښکلي ښکاريدل، لکه وړې پرښتې چې را ښکته شوې وي.
تېره پنجشنبه د ستوني علاج لپاره پېښور ته لاړم.چا راته ډبګري ګارډن کې د پروفيسر عبدالله جان پته راکړې وه.مازيګر ورغلو. ډاکټر صاحب نه و. نوم ليکونکي ځوان ويل: ډاکټر صاحب جمعه کې دى، چې لمونځ خلاص شي را به شي. درمل مو واخيستل. ټکسي کې ناست وو. سوهارنو چوک ته را ورسېدو. له دې سره ماته يوه خاطره په ياد شوه. د سفر ملګري فريدالله هاشمزي ته مې ويل: يو وخت خيبر بازار کې روان وم، دوبـۍ هوټل ته نږدې يوه ډله کسان له قصه خوانۍ راغلل، په دوى کې د وخت صدر اعظم ميا نواز شريف هم و. همداسې پلي لاړل او په ياد شوي چوک کې يې لنډه وينا وکړه. د دې خاطرې په اورېدلو ډرايور په عقب ښيښه کې وکتل او بيا يې خوله پرانيسته: وروريه! هغه وختونه خوب ليدل و، لاړل. اوس عام خلک په بسم الله ګرځي.بوجۍ بند لاشونه موندل کيږي.دهماکې دي، خود کشې حملې دي.د ټکسي وان زړه ښه ډک و، خو زموږ ځاى را ورسيد او ښکته شوو. د چار سدې اډې پر سړک رکشا کې روان وو. د اشرفيه عيد ګاه را ورسېده. دا ځاى دين بهار کالونۍ ته نږدې دى. هغه وخت را ياد شو چې همدلته مې د ښونځي امتحانونه ورکړي و.
سهار مو بيرته د راتګ پلان جوړ کړ. فردوس سينما څنګ ته له ټکسي ښکته شوو. دا سينما چې يو وخت به يې پر ديوالونو د جنګي فلمونو پوسټرونه لګيدلي و، اوس نه وه. ودانۍ يې نړول شوې وه، شايد په عوض يې بل څه جوړيږي. هماغه جومات ،چې ما يې عربي جمله د دعا په نيت ياده کړې وه، را په زړه شو.
دې جملې او چې کله به مې د غلو له ويرې جومات ته د ننه ، پاپوش وړه ډير ځورولم.ځان سره مې ويل: موږ څومره بد بخته او تش په نوم مسلمانان يوو چې د خداى جل جلاله کورته د عبادت لپاره راځو خو ، د غلا ويره را سره وي. دلته چې سم نه شوو نو چېره به سم شوو؟
د سورلۍ موټر مو لواړګي ته را ورسېد. ماسپښين مهال و. د لارې د سر له جوماتونو د تقريرونو غږونه راتلل. سورلۍ لمانځه ته د درېدو غږ وکړ. موټر لواړګي بازار ته څيرمه ودرېد. په مخامخ نرۍ کوڅه ور ننوتلو. يوه ګڼه ګوڼه وه، هر چا جومات ته د مخکې تلو کوښښ کاوه، يو خوندور منظر و. دا يو پخوانۍ او لوى جومات و. د يوې دروازې پر سر يې ليکل شوي و: (جامع مسجد مصالحه جات) د جومات په عمومي دروازه کې دوه قبايلي ځوانان په تورو جامو کې ولاړ وو. دوى تالاشي اخيسته او بيا يې جومات ته خلک ور پرېښودل.
تالاشي مو ورکړه، ننوتلو ملاصاحب په عربي خطبه ويله. خو زما ذهن بل چيرې و. يو علم پريشانيو په مخه کړى و. ځان سره لګيا وم:
خدايه! يو وخت جوماتونو کې يوازې د پاپوش ورکېدو خطره وه، اوس خو خبره نوره هم خرابه شوه. اوس خو د سر خطره هم پيدا شوه.
خدايه! جوماتونه ستا کورونه دي. ستا کورونه خو مطمين ترينه ځايونه وو، دا مبارک ځايونه چا ويرونکي کړل؟
خدايه! اوس خو زموږ کورنيو سره دا ويره هم شته چې جومات ته تللي کسان به يې روغ رمټ راشي او کنه؟
اوه، خدايه! دا په موږ څه وشول؟ اخر کوم ځاى کې د سکون ساه واخلو؟ اخر….
محمد نعمان دوست، جلال اباد
١٣٩٢ د وري دويمه ( ګرداب ورځپاڼه)