پېښور :دپژواک خبري اژانس د خبر له مخې د سرحدي پوليسو چارواکي وايي، چې پاکستاني سرحدي ځواکونو د تورخم دروازه بېرته د ټولو مسافرو پر مخ پرانيسته.دا په داسې حال کې ده، چې پاکستاني پوله ساتو ځواکونو نن (د سهار مهال دا دروازه يواځې د هغو افغانانو پر مخ پرانيستې وه، چې قانوني اسناد يې درلودل، خو چا چې قانوني اسناد نه لرل، د تګ راتګ اجازه يې نه ورکوله.په ختيځ کې د لومړي نمبر سرحدي زون درستيزوال محمدايوب حسن خېل وويل، چې پاکستاني ځواکونو نن تر غرمې وروسته د ټولو مسافرو پر مخ تورخم دروازه پرانيسته.هغه زياته کړه، چې له سهاره تر غرمې پر ياده دروازه هغه چا تګ راتګ کولى شواى، چې پاسپورټ او يا يې هم شناختي کارډ درلود، خو اوس بېرته د خبرو له لارې دغه دروازه خلاصه شوه.دى وايي، چې د تورخم دروازه يې په تورخم کې له پاکستاني چارواکو سره تر خبرو وروسته پرانيستې ده.په تورخم کې هټۍ وال خاکسار ته وويل، چې تر غرمې پورې دروازه تړل شوې وه، وروسته له غرمې بېرته پرانيستل شوه.د ده په وينا، په سلګونو خلکو تر غرمې انتظار وکړ او وروسته د دروازې تر خلاصېدو بېرته له پولې واوښتل.د يادونې ده، چې پر تورخم دروازه هره ورځ زرګونه کسان تګ راتګ کوي، خو بايد وويل شي، چې له دغه شمېر يواځې لسګونه يې قانوني اسناد لري.له تېرو څو مياشتو راهيسې پاکستاني سرحدي ځواکونه په وقفه يي ډول دغه دروازه کله تړي او که يې پرانيزي.پژواک سهار خبرورکړې وو چې : پاکستاني پوله ساتو ځواکونو يو ځل بيا د قانوني اسنادو نه لرونکو پر مخ تورخم دروازه وتړله په ختيځ کې د لومړي نمبر سرحدي زون درستيزوال سمونوال محمدايوب حسن خېل وويل، چې د پاکستاني پوله ساتو ځواکونو له لوري له نن سهاره دغه دروازه تړل شوې ده.هغه زياته کړه، پاکستاني سرحدي ځواکونه يواځې هغه خلک پرېږدي چې پاسپورټونه، وېزې او يا هم نور قانوني اسناد ولري.د نوموړي په وينا، د افغانستان له خوا پاکستان ته تلونکي خلک پرته له اسنادو نه پرېښودل کېږي، خو له هغه لوري کولاى شي په ازاده توګه افغانستان ته راشي.دى دا هم وايي، په هڅه کې دي، څو دغه دروازه بېرته پرانيزي.