کور / تازه خبرونه / د پاکستان لنډمهاله لومړي وزیر لوړه وکړه

د پاکستان لنډمهاله لومړي وزیر لوړه وکړه

اسلام اباد:متقاعد قاضي میرهزارخان کهوسو د پاکستان د لنډمهاله لومړي وزیر په توګه لوړه وکړه. اسلام اباد کې د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري لنډمهاله لومړي وزیر ته سوګند ورکړد لوړې په مراسیمو کې د پاکستان د مخکني لومړي وزیر راجه پرویز اشرف په شمول د دغه هېواد سیاسي او مخورو شخصیتونو او بهرنیو دیپلوماتانو برخه ادرلوده. له دې مخکې ښاغلي کهوسو ویلي و، چې په پاکستان کې د شفافو او بې پرې ټاکنو کول یې د لومړیتوبونو په سر کې ځای لري.