کور / تازه خبرونه / د خېبرپِښتونخوا كابينې سوګند پورته كړو

د خېبرپِښتونخوا كابينې سوګند پورته كړو

پېښور :د خېبرپِښتونخوا ٩كسيزې لنډمهاله كابينې سوګند پورته كړو۔ والي انجينئر شوكت الله كابينې ته سوګند وركړو۔ سوګند پورته كوونكو كې فیاض احمد طورو، یونس خان مروت، ثمین جان بابر، عمر فاروق، عبدالرﺅ ف خټک، مسرت قدیم، جهانګیر خان، جنرل (ر)فرخ سیئر او اسحاق خټک شامل دي۔ په اړه غونډه كې لنډمهاله اعلی وزير طارق پروېز‘ پخوانيو وزيرانو او نورو سياسي لارښودو او ملکي چارواكو ګډون وكړو د يو بل خبر له مخکې دپاکستان د ټاکنو کمېسيون د لنډمهاله لومړي وزير لپاره د پارلماني كمېټۍ لخوا لېږلې شوې نومونو كښې د حكومت لخوا وړاندى كړې شوې جسټس (ر) میر هزار خان کھوسو د لنډمهاله لومړي وزير په توگه غوره كړى دى۔ د دټاکنو کمېسيون غونډه دپاکستان د ټاکنو کمېسيون دمشر جسټس (ر) فخر الدین جی ابراهیم په مشرۍ په اسلام آباد كښې وشوه۔غونډه كښې دټاکنو كمېسيون غړيو د پنجاب څخه جسټس (ر) ریاض کیانی ، سندھ څخه روشن عیسانی، خېبر پښتونخوا څخه جسټس(ر) شهزاد اکبر او بلوچستان څخه فضل الرحمن ګډون وكړو۔ چې په کې د لنډمهاله لومړي وزير په نوم سلا مشوره وشوه۔ د غونډې څخه وروسته د لنډمهاله لومړي وزير د نوم اعلان د ټاکنو کمېسيون دمشر جسټس (ر) فخر الدین جی ابراهیم د څلورو واړو غړيو او د ټاکنو كمېسيون مرستيال په شتون كې وكړو۔ ټاکنوكمېسيون ٥ واړو غړو د رايو په كثرت سره جسټس (ر) میر هزار خان کھوسو د لنډمهاله لومړي وزير په توگه غوره كړى دى