په اروپا کي په لومړي ځل د افغانانو ۳ کلتوري ټولنو په ګډه د پسرلي مشاعره او د ځوانانو لپاره په زړه پوري تفريحي پروګرامونه د بلجيم د انت ويرپن په ښار کي جوړ کړل چي د بلجيم ، هالنډ او جرمني څخه په سلګونو مينه والو برخه پکښي اخستې وه .

په دې غونډه کي په ترتيب سره په زړه پوري مشاعره ، د ځوانانو ذهني ازموينه او د ادبي ټوکو سيالي اجرا سوه چي د هري برخي له ګډونوالو څخه يې لومړي ، دوهم او دريم مقام ته د ټاکلي پلاوي لخوا د نمرو په ورکولو سره د درې واړو کلتوري ټولنو د ګډ کميسون لخوا ځانګړي جايزې او ستاينليکونه ورکول سول .

ددغي غونډي تفصيلي راپور له ويډيو او انځورونو سره ډېر ژر له لراوبر او نورو ويبپاڼو خپريږي .
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه