داوبواوبریښنا وزیراودجهادپخوانې مجاهدتورن اسماعیل دافغانستان اوامریکا ترمنځ دامنیتي تړون دلاس لیکولوپه در شل کي ویلي،چي کابل بایدله هغه چاه څخه مرستي تر لاسه کړی ،چي دافغانستان داشغال فکر اوخیالونه ورسره نه وی ،اودخلکودنده همدغه ده چي دغه تړون لاس لیک نشي.
اسماعیلخان دغه خبري دخپل زوی دمړني دنهمي کالیزی دمراسموپرمهال وکړی .دده زوی هغه وخت دافغانستان دملکي هوایې چلندوزیروو. چي په هرات کي په یوه وسله وال بریدکي ووژل سو .هغه رسنیوته وویل چي بهرنې ځواکونوپه افغانستان کي د(۱۲ )کالوپه موده کي هیڅ لاسته راوړنې نه درلودي ،بلکي دوی دافغانستان په نا امنیوکي لوی لاس لري.
تورن اسماعیل وایی چي افغانستان بایدله هغه چاه نه مرسته وغواړی چي زموږ دهیوادداشغال په تمه نه وي.
په دغه ناسته کي دتورن اسماعیل نورمجاهدملګروهم حاضروو.هغوی وویل چي کرزی بایدداسي کارونکړي چي موږ مجبوره شودبهرنیانودوتلولپاره مټي راونغاړواوددوی دوتلو لپاره دجګړی ډګرته ور ودانګو.
ځینوسیاسي افغان ګوندونوهم دافغانستان دامنیت دساتلوپه هکله دبهرنیوځواکونورول غندلي او هغه یی دافغانستان داساسی قانون پرخلاف بللې دي.بل طرف ځیني سیاسي کره کتونکي وایې چي دافغانستان دامنیت لپاره به له د ۲۰۱۴ کال وروسته د(۲۰۰۰ )څخه زیات بهرنې سرتیري شتون ولري اودامنیت په ساتلوکي به دافغانستان خلکو ته دسولی پایلي ټینګي کړي .
دیادونی وړه چي تورن اسماعیل دجهادله وخته بیا تراوسه پوري دبهرنیومرستوپه لاسته راوړولوکي پوره ونډه اخیستي اودده دشخصي پانګي لاسته راوړنې اوورځني ټوله مصارف اوخرچه یې دامریکا یې ډالروله لیارې پوره کیږی. خودی خپله دافغانستان سره ورته مرستو ته داشغال په بڼه ګوري اوله هغه نه په ښکاره کرکه لری.