کابل: دارګ ماڼې دفترخبرورکړی چي حامدکرزی به په نږدی راتلونکي کي قطر ته سفر وکړی اوله قطري چارواکوسره په دغه هېوادکې وسله والوطالبانوته ددفترپرپرانېستلواوځينونورومسايلو باندی خبرې وکړي.
ددې سفر نیټه جوته نه ده ،خودارګ دفتر ویلي،چې داسفردقطردامير په بلنه ترسره کيږي.
دخپرو شوو راپورونو له مخې، امريکا اوالمان په ١٣٩٠ کال کې دبن نړيوال کنفرانس په څنډه کې سره هوکړه وکړه، چې دطالبانو لپاره به په قطرکې دفتر پرانېزي.
وروسته افغان دولت ددفتر له پرانېستلو سره موافقه وښوده اوطالبانوهم ومنله،چې په قطرکې يې ددفتردپرانېستو لپاره له ځينونړيوالوسره یې دهوخبري کړى دى.
تېرکال طالبانواوامریکایي چارواکو په قطر کې سره خبرې هم وکړې، خو وروسته طالبانو وویل،چې له امریکایانو سره یې له دې امله خبرې وځنډولې، چې هغوی په خبروکې رښتیني نه دي.
دافغانستان حکومت وايي، چې په قطرکې طالبانو ته ددفتر دپرانېستو لپاره بايد د دواړو هېوادونوترمنځ هوکړه لاسليک شي . دغه راز افغان حکومت ويلي، دغه دفتر به هغه مهال پرانېستل شي ،چې طالبان جګړه وغندي او له دولت سره خبرو ته چمتوالى اعلان کړي.
دبهرنیو چارو وزارت ویاند موسی زي په یوه ناسته کې وويل ،چي دا دفتر به دافغانستان ددولت اوطالبانو ترمنځ دنېغ په نېغه خبرو په موخه جوړ شي او فعالیت به کوي.”
طالبانو تردې مهاله له افغان دولت سره خبرې رد کړې دي، خو په افغانستان کې د روان کړکېچ دحل لپاره یې له نړیوالې ټولنې سره د”افهام او تفهیم” لپاره په قطر کې ددفتر جوړېدو ته چمتووالې ښودلی دی.
دامریکا متحده ایالتونو او انګلستان هم له دې دفتر څخه ملاتړ کړی دی.
دافغانستان حکومت له تېرو څو کلونو راهيسې هڅه کوي، چې طالبان له دولت سره خبرو ته چمتو شي.
دبهرنیو چارو وزارت ویاند همداراز په نننۍ خبري ناسته کې وویل ، چې د ولسمشر په سفر کې به له قطري چارواکو سره په کابل کې د ددې هېواد دسفارت د پرانېستلو خبره هم مطرح شي.
دده په خبره، د قطر اوافغانستان ترمنځ اقتصادي همکاري او دغه هېواد ته دافغان کارګرو لېږل به هم د ولسمشر او قطر د چارواکود خبرو په اجنډا کې شامل وي.
دیادوني وړده چي دتیرودووکلنو راهیسي په قطرکی دطالبانو ددفتر دپرانیستلو هلي ځلې رواني دي خوتراو سه پوري ددفتر دنه پرانیستلوشرطونه اوعلتونه په ګوانتاناموکي دطالب بندیانوآزادول، افغان دولت سره دمخامخ خبرو ردول اوځيني نورعوامل په ګوته شویدی چي تر اوسه پوري یې دحل لاره نه ده پیدا شوی.
کور / تازه خبرونه / کرزی دطالبانوسره دسولي او روغي جوړي دخبرو په اړونددقطرچارواکو سره قطرته په سفرځې