ولسمشر حامد کرزي نن د ښوونځي د زنګ په وهلو سره ۱۳۹۲ تعلیمي کال پیل کړ، او د دې تر څنګ یې پر مخالفینو ږغ وکړ چې د ښوونځیو د تړلو مخه دې ونیسي.
کرزي وویل که طالبان او یا هغه څوک چې د طالبانو په نوم ښوونځي تړي، که رشتیا هم غواړي چې بهرنیان له افغانستان څخه ووځي، نو د افغانستان د معارف په پرمختګ کې دې نه خنډ کیږي.
ده زیاته کړه، چې یوازې پوهنه کولای شي چې افغانستان د پردو له احتیاج څخه خلاص کړي، او له هیواده بهرنیان ووځي.
ولسمشر کرزی چې د پوهنې وزارت د موسیقۍ د ملي انسټیټیوټ د زده کوونکو د موسیقۍ او سندرو اورېدو خوشاله کړی و، په هیواد کې د پوهنې پر پرمختګ خوښې وښوده، او د لسو کالو پخواني وخت ته په اشاره یې وویل، چې هغه وخت یوازې پنځوس افغان زده کوونکي بهر ته د لوړو زده کړو لپاره تللي و، خو اوس ترلسو زرو زیات افغانان ځوانان په بهر کې پر لوړو زده کړو لګیا دي.
کرزي دا هم وویل چې د یو انسان په توګه د ښوونځي پر مخالفینو ږغ کوي، چې ډیورنډ کرښي دواړو خواوو ته له ښوونځیو سره له دښمنۍ لاس واخلئ.
هغه پر قومي مشرانو، علماوو، او مخورو ږغ وکړ چې د پوهنې وزارت سره دې د بندوو ښوونځیو په خلاصولو کې مرسته وکړي.
د پوهنې وزیر ډاکټر فاروق وردګ د ده د وزارت د تېرکال د چارو راپور وړاندې کړ، او هم یې د راتلونکې کال پر پلانونو او ستونزو خبرې وکړي.
وردګ وویل چې دا مهال په افغانستان کې څه د پاسه ۹ میلیونه زده کوونکي په زده کړو بوخت دې او په راتلونکې کال کې به دا شمېره تر لس میلیونه زیاته شي. د ه زیاته کړه چې د حب الوطن او د افغانستان د اساسي قانون زده کړې یې هم په نصاب کې ور زیاتې کړي دي.
ښاغلی وردګ ژمنه وکړه چې د هیوادوالو او دوستو هیوادونو په مرسته به د پوهنې دا ستر کاروان په بریالیتوب سره تر منزله رسوي.