کور / هراړخیز / د ځنګلونو نړیواله ورځ : د مارچ ۲۱، ۲۰۱۳

د ځنګلونو نړیواله ورځ : د مارچ ۲۱، ۲۰۱۳

International Day of Forests: March 21, 2013
جوړونه او سمون: پوهنیار نجیب الله حسن زوی، د کابل پوهنتون استاد

پیلیزه

ملګروملتونو د ۲۰۱۲ کال د دسمبر د میاشتې په عمومي ناسته کې د مارچ یویشیتمه د ځنګلونو نړیواله ورځ اعلان کړیده. ددې ورځې لمانځل به په ورځني ژوند کې د ځنګلونو د ارزښت په اړه د عامه پوهاوي کچه لوړه بوځي. د نړۍ هیوادونه باید ددې ورځې د لمانځنې په توګه د بیلابیلو ځنګلي بوټو کینولو او ساتلو لپاره هڅي وکړي. د ځنګلونو نړیواله ورځ زمونږ په هیواد کې د پسرلي له لومړۍ ورځې سره سمون خوري چې د بزګر ورځ هم بلل کیږي او د ځنګلونو د کینولو لپاره غوره فرصت ګڼل کیږي. ځنګلونه زمونږ په ورځنې ژوند کې ډیر اقتصادي او چاپیریالي ارزښتونه لري. ددې لیکنې په لړ کې د هیواد د ځنګلونو سکتور ته د ځغلنده کتنې ترڅنګ، هڅه کوم د ځنګلونو یو لړ اقتصادي او چاپیریالې ارزښتونه له تاسو درنو لوستونکو سره شریک کړم.

د ځنګلونو سکتور په افغانستان کې (Forestry Sector in Afghanistan)

ځنګلونه د نوي کیدونکو طبیعی زیرمو له ډلی څخه دي چې د بیلابیلو مؤخو لپاره ورڅخه کار اخستل کیږي. زمونږ په هیواد کې د ځنګلونو د پوښښ اندازه ډیره کمه ده چې د هیواد د ټول مساحت یوازې ۳سلنه ځمکه یی پوښلی ده. دا پوښښ د دری لسیزو جګړو، څوکاله پرلپسی و چکالیو، بیرحمانه قطع کولو، په کرنیزو ځمکو باندې د ځنګلونو او څړځایونو د بدلولو، د دولت د نه پاملرنې، د ځنګلونو د یوه ګډیز منجمنت د نه شتون او بهرنیو ملکونو ته په نا قانونه توګه د قاچاق له امله ستره ضربه لیدلی ده او د کمیدو په حال کې دي. زمونږ په هیواد کې د ځنګلونو روزنه د ځنګلونو د خا او شاه اوسیدونکو له خوا چې ځانونه د ځنګلونو قانونی واکدارن ګڼی په سنتی او دُودیزه توګه سرته رسیږي.

ځنګلی میوی، او د لرګیو صنعت او سوداګری د ځنګلونو تجارتي ارزښت روښانه کوي، او له ځنګلونو څخه د تفریح ځایونو، شنوسیمو، او چاپیریال ساتنی په مؤخه ګټه اخستنه د دوی غیر سوداګریز ارزښت په ډاګه کوي. ځنګلونه د هر هیواد له ارزښت لرونکو طبیعی زیرمو څخه شمیرل کیږي، چې له هغوی څخه د کاغذ جوړولو په صنعت، نجاری، کشتی جوړولو، کور جوړولو، او د موبل او فرنیچر په صنعت کې ګټه اخستل کیږي. همدارنګه په یوشمیر هیوادونو کې له ځنګلونو څخه د سونګ د لرګیو په توګه هم کار اخستل کیږي. لدینه هاخوا یو شمیر ځنګلی میوی هم شته چې ددوی له ډلی څخه زمونږ په هیواد کې د پستې او جلغوزیو چې لوړ اقتصادي ارزښت لري، نوم اخستلای شو. ځنګلونه د سیلاونو د رامنځ ته کیدو مخه نیسي، د خاوري له تخریب او د کانالونو له ډکیدو څخه مخنیوی کوي، چاپیریال ته سمون وربښي، د کلني اورښت اندازه زیاتوي، په ځمکه کې د باران د اوبو جذب چټکوي او پدې توګه د ځمکي لاندې اوبو سطحه را پورته کوي.

لرګي د یو زیات شمیر فابریکو د ماشینونو په چالان ساتلو او د بشري قوې په ګمارنه کې ستر رول لري، له میوؤ څخه یی د ځنګلونو د خا او شاه سیمو د اوسیدونکو ژوند تأمینیږي، او په تجارت کې هم ستره ونډه لري. نو د ځنګلونو ارزښت ته په پام سره باید هغوی ته سخته پاملرنه وشي او له ځنګلونو څخه باید په علمي توګه ګټه پورته شي او د ګټي اخستنې او د احیا ترمنځ یی باید یو تناسب په پام کې و نیول شي. دولت باید د طبیعي زیرمو یو ګډیز منجمنت چې په هغه کې خپله دولت، خلک او خصوصی سکتور ونډه ولری، رامنځ ته کړي.

د ځنګلونو ارزښت (The Importance of Forests)

ځنګلونه او هوا (Forests and Air)

ځنګلونه کاربندای اکساید (Co2) جذبوي او اکسیجن تولیدوي پدې توګه هوا تصفیه کوي. د نړۍ له ۴۰ سلنې څخه زیات اکسیجن د باراني ځنګلونو (Rainforests) په واسطه تولیدیږي. ځنګلونه په هوا کې د اکسیجن، کاربندای اکساید او رطوبت د توازن په ساتلو کې مرسته کوي.

ځنګلونه او اوبه (Forests and Water)

یوه ځنګلي ونه په بحر کې له معادلې ساحې څخه له ۸ نه تر ۱۰ ځلې ډیر رطوبت اتمسفیر ته لیږدوي. پدې توګه د اورښت په کچه اغیز کوي. د ځنګلونو له منځه تګ په نړیواله کچه د اورښت ډول (Rainfall Patterns) اغیزمند کوي او پدې توګه د خوړو په تولید او خواړیزخوندیتوب (Food Security) ناوړه اغیز پریباسي. ځنګلونه د آبریزو (Watersheds) په ساتنه کې چې رودونو ته تازه اوبه برابروي، ارزښتناک رول لري او د ځنګلونو له منځه وړل د خاوري د تخریب لامل کیږي.

ځنګلونه او بیالوژیکي تنوع (Forests and Biodiversity)

د ځمکې د مخ له ۸۰ سلنې څخه زیاته بیالوژیکي تنوع (د څارویو او بوټو بیلابیل ډولونه) په ځنګلونو کې پیداکیږي. په بله ژبه، ځنګلونه د یو زیات شمیر بوټو او څارویو اصلي مرکزونه ګڼل کیږي. د نړۍ نیږدې ۱۲ سلنه ځنګلونه د بیالوژیکې تنوع ساتلو ته ځانګړي شویدي.

ځنګلونه او ځمکه (Forests and Land)

د نړۍ نیږدې ۳۱ سلنه ځمکه ځنګلونو پوښلې او ښکلې کړیده. زمونږ د هیواد له ۳ سلنې څخه کمه ساحه ځنګلونو پوښلې ده. ځنګلونو د خاورو د محکمولو له لارې د ځمکې د تخریب او صحرایی کیدو مخنیوی کوي، د اوبو او باد پواسط د خاورو تخریب کموي او په خاورو کې شته غذایی مواد ساتي.

ځنګلونه او داقلیم بدلون (Forests and Climate Change)

د نړۍ اقلیم ورځ په ورځ ګرمیږي، ځنګلونه د هوا څخه د کاربندای اکساید په جذبولو سره د اقلیم د بدلون تأثیرات کموي. هغه اندازه کاربندای اکساید چې په ځنګلونو کې موجود دئ، په اتمسفیر کې له شته کاربندای اکساید څخه ډیر دئ. د نړۍ د ګلخانه یی ګازونو (Greenhouse Gas) ۱۷،۴ سلنه د ځنګلونو د له منځه وړولو (Deforestation) له امله رامنځ ته کیږي. پدې توګه ځنګلونه د ګلخانه یی ګازونو د کنترول لپاره یو سریع او اقتصادي انتخاب وړاندې کوي.

ځنګلونو او معیشت (Forests and Livelihoods)

د نړۍ ۱،۶ بیلیونه خلک د خپل ورځني عاید د لاسته راوړلو او ژوندې پاتې کیدلو لپاره په ځنګلونو پورې تړلي دي. په نړیوال اقتصاد کې د ځنګلونو ونډه د ناخالصې ګټې په حساب ۴۶۸ بیلیونه امریکایی ډالره تخمین شویده. همدارنګه، له لرګیو څخه د لومړنیو جوړو شویو توکو نړیوال تجارت ۲۳۵ بیلیونه امریکایی ډالره کیږي.