پېښور:د خیبر پښتونخواپه نوښارکې بې ځایه شویو په یوه کيمپ (جلوزو) کې چاودنه شوى چې له امله يې دوولس کسان وژل شوي او ٣٠ ټپيان دي دپوليسو په خبره چاوديدونکي توکي په یوه سوزوکي موټر کې ايښودل شوي ول.کله چې چاودنه کېده نو د یوې نا حکومتي ادارې موټر هم له دې سوزوکي سره تېرېده په دې پېښه کې د هغې ادارې او په موټر کې ناستې ښځې او ډرېورهم ټپيان شول.ځینو رپوټونو ویلي، چاودنه د خوړو ترلاسه کولو لپاره د خلکو د کتار جوړېدو پرمهال شوې ده.د خیبر پښتونخوا قبایلي سیمو کې د ناامنیو ډېرېدا له کبله ګڼ کډوال په دغه کمپ کې مېشت دي د جلوزو د کډوالو په کیمپ کې زیاتره کډوال د قبایلي سیمې خیبر دي البته په کې د باجوړ او مومندو ځینې کډوالې کورنۍ هم مېشتې دي تر اوسه د چاودنې پړه چا نه ده منلې.
.