کور / هراړخیز / خو ته له ځان سره جانان راوله

خو ته له ځان سره جانان راوله

د نوي کال په راتلو سره مو بیا هم بلا آرمانونه د زړه او فکر زالی نیولی دي. موږ بیا هم د نوي کال څخه نه یو مایوسه شوي . لاهم ورته د ډېرو ارزوګانو تمه لرو، ځکه د نوي کال فلسفه همدا ده چي، نوی فکر، نوي هیلي ، سوکالۍ او د هوسا ژوند پیغام د ځان سره لري، خو هغه د ارواښاد صابر خبره

وریځی راوله، باران راوله
زلفو له څنډ ورکړه طوفان راوله
پسرلیه زه به دي احسان ومنم
خو ته له ځان سره جانان راوله

د پسرلي احسان به هله پر موږ زورېدلو افغانانو وي چي پسرلی له ځان سره دا ځل سوله، آرامي، اتفاق…. راولي. موږ د هر نوي کال څخه نوي غوښتني لرو. خپل جانان (پسرلی) ته مخکي له مخکي خپله د غوښتنو لست وړاندي کوو. هر ځل مو ورڅخه د غوښتنو د لست په سر کښي دا تکراري غوښتنی وي:( سوله،آرامي، آبادۍ، د جنګ ورکېدل، د تعلیم او تربیې غوښتنه، مینه او ورورلي….)

خو د بد بخته دافغانانو پسرلی له ځان سره بیا دا شیان نه لري او یا افغانان ورته متوجه نه دي. د افغانانو پسرلی ډېر مفلس وي. هغه د دې وس په ځان کښي نه ویني چي د دوی غوښتنو ته مثبت ځواب ووایې. دا چي ولي ؟

شاید زیات دلیلونه ولري:

پسرلی به اوس حتمي زما په دې خبره خپه شوی وي چي د افغانانو پسرلی مفلسه وي. له ځان سره څه نه لری. زما دا قضاوت به ورته ډیر بی انصافی ښکاره شي. پسرلی ضرور اوس د ځان سره وائې چي زه د ټولو لپاره یو شان یم. زه د یو ملک لپاره هم تربل ملک څه اضافه نه لرم. ټولو انسانانو ته یو ډول تحفې له ځان سره لرم. یوازي هغه وګړي زما د سوغاتونو په ارزښت پوهیږي، ورڅخه استفاده کوي. چي هغوی دا قیمت بها څېزونه ته متوجه شي. هغه کسان چي زما په ارزښت نه پوهیږی د هغوي نه پوهېدا زما مشکل نه دئ. دا دوی خپل دئ چي زما په را رسېدو سره یې د زړه غوتۍ نه وا کیږي.

اوس دا پوښتنه پیدا کېږي چي موږ څنګه کولای شو چي د نورو په څېر د پسرلی له ښکلي هوا، ژوند بخښوونکی اوبو او د پسرلی د نوو فکرنو څخه استفاده وکړو؟

کېدای شي د هر چا په فکرکښي بېلا بېلي د حل لاري وي او د هر چا فورمول ورته جلا وي.

یوالی، سوله، تعلیم او تربیه، یو د بل منل او بلا نور اړین شیان دي چي د هغوی په رامنځته کولو سره به موږ هم د سوکالۍ پوري ګامونه وچت کړو.

په پورته ذکر شوی وو خبرو کښي یو خبره چي زما په نظر د اهمیت وړ ده. هغه یو د بل منل دي. له بده مرغه په موږ افغانانو کښي د یو اوبل د منلو کلتور ډېر کم دئ.دسږني پسرلی څخه یوه هیله همدا ده چي دا زغم په موږکښي پیدا کړي چي یو بل ومنو. لکه چي وائې:

که ما ویل چی زه یم، او تا ویل چي زه یم
نه به زه یم، نه به ته یې.
که تا ویل چي ته یې، او ما ویل چې ته یې.
هم به ته یې ،هم به زه یم