د وردګو ولايت د والي په مشرۍ د دې ولايت د يوشمير رياستونو او مرسته کوونکو ادارو سره بېړنۍو پېښو ته چمتوالې په موخه غونډه ترسره شوه .
دغه غونډه چې نن ( دوشبنه ) د ميدان وردګو ولايت مقام د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه،د ميدان وردګو والي ښاغلي عبدالمجيد خوږياڼي وويل په دغه ولايت کې د بيړنيو پيښو د چمتوالې په موخه اړينه ده،چې له وړاندې په هره برخه کې چې اټکل کيږي،چمتوالی ولرو.
هغه زياته کړه،د بېړنيو پېښو پرمهال د دولتي ادارو سربېره په دغه ولايت کې مرسته کوونکې ادارې هم دنده لري،چې په هرحالاتو کې د دغه ولايت د ولسونو سره دهمکارۍ په موخه چمتوالی ولري،ترڅو د اړتيا پرمهال مستحقو خلکو ته مرستې ورسوي .
د وردګو والي همدا راز د فوائدعامې رياست له لورې دواورې د ورېدو پرمهال د سړکونو د پاکولو او همدا راز د کډوالو چارو رياست له لورې د يوشمير ولسواليو څخه مرکز ته راکډوال شويو کورنيو سره د مرستې رسولو په اړه معلومات واوريدل او د راتلوونکې کې هم ديادو ادارو څخه د ورته فعاليتونو غوښتنه وکړه.
په همدې حال کې مرسته کوونکو ادارو هم د ميدان وردګو والي سره ژمنه وکړه ،چې دوی لکه څنګه چې د بېړنيو پيښو پرمهال ځانګړې بوديجه لري، نو په هر حال کې د ولايت مقام سره په دغه برخه کې همکارۍ ته چمتو دي.
په غونډه کې د دغه ولايت د يوشمير ولسوالانو له لورې د بېړنيو پېښو پر وړاندې د چمتوالې په اړه ترسره کړې فعاليتونه هم وستايل شول .