په ميدان وردګو ولايت کې د سولې پروسې له ښه پلي کېدو پرته په دغه ولايت کې ټولې چارې په ښه توګه نشي بريالۍ کيدای .
دغه خبره د ميدان وردګو والي ښاغلي عبدالمجيد خوږياڼي نن ( دوشنبه) د سولې ولايتي شورا کې د دغه شورا له غړو او قومي مشرانو سره په ګډه غونډه کې وکړه او زياته يې کړه دغه هېواد او په ځانګړي ډول ميدان وردګو ولايت درې لسيزو جګړو زيانمن کړی او د مګړۍ هم ځينې ننګونې شتون لري،چې ولسونه او دولت ورسره مخامخ دی.
هغه زياته کړه تر ټولو وړاندې ډيره اړتياده،چې موږ د سولې پروسې د ګړنديتوب لپاره کار وکړو او هغه مرور وروڼه چې د يوشمير بهرنيو هېوادونو لخوا ورانکارو فعاليتونو ته هڅول کيږي، د سولې پروسې له لارې په دې وپوهول شي چې دی خپل کورته زيان رسوي او په دې قانع کړای شي،چې د سولې روانې پروسې سره يوخای شي.
هغه دغه مشرانو ته لارښوونه وکړه،که موږ په دغه پروسه بريالي شو، نو کولای شو،چې د دې ولايت په هره سيمه کې هغه پروژې،چې د بېلابېلو مرسته کوونکو ادارو او وزارتونو څخه مو اخيستي،په ښه توګه پلي کړو،چې په ترڅ کې د دې ولايت د ولسونو په اقتصادي برخه کې د بدلون سره بېره د بيارغاونې بهير هم په ښه توګه مخ په وړاندې تللی شي.
د ميدان وردګو والي ښاغلي عبدالمجيدخوږياڼي له دغه مشرانو څخه غوښتنه وکړه،چې په دغه ولايت کې د ولسونو او حکومت ترمنځ اړيکې را نږدې کړي او ولسونه وهڅوي ترڅو نورهم دولتي قوانينو ته درناوی وکړي او په خپلو سيمو کې پخپلو ځانونو او په نورو وګړو پلي کړي .
هغه د جغتو ولسوالۍ د قومي مشرانو د غوښتنو په اړه چې د دغه ولسوالۍ د بريښنا بند چې په وينا يې اويافيصده چارې ترسره شوي،دبيارغونې،د ښوونځيو د پروژو د پلي کېدو،د روغتون د جوړيدو او يوشمير نورو انکشافي پروژو د پلي کېدو په اړه لارښوونه ورته وکړه چې رسمي غوښتنليکونه وليکي او په دې ولايت کې د چارو د بشپړيدو وروسته له ولايت مقام سره يوځای په مرکزي ادارو کې يې چارې تعقيب کړي ترڅو د حل لاره غوره کړي.
د يوبل خبر له مخې د جغتو ولسوالۍ اړوند د لومړۍ شهرا په سيمه کې د وسله والو طالبانو يو قومندان چې جاندان نوميده دهغه ماين په چاودنه کې ووژل شو اويوبل ملګری يې ټپی شو،چې په ياده سيمه کې د سړک ترغاړې ماين ځای پرځای کاوه .
دا په داسې حال کې ده چې تيره ورځ هم په دغه ولايت کې يو وسله وال طالب چې غوښتل يې د سړک ترغاړې ماين ځای پرځای کړي دخپل ماين په چاودنه کې ووژل شو.