کور / ترخې خبري / د جهاد د مقدسي کلیمې څخه ناوړه استفاده

د جهاد د مقدسي کلیمې څخه ناوړه استفاده

په افغانستان کي جنګي مجرمینو، جنایتکارانو، قومي دلالانو او فاسدو اشخاصو د خپلو ځانونو د ساتلو، د خپلو ګټو دخوندي کولو او امتیازاتو د په لاس راوړلو لپاره ډیره ښه کلیمه پیدا کړې ده ، دجهاد مقدسه کلیمه ده ، دوي چی هر ډول کړني او هر ډول نا مشروع اعمال تر سره کوي ، نو ځانته دا امتیاز ور کوي چي ما خو جهاد او مقاومت کړې دي. په داسی حال کي چي تاریخ د دوي د کورنیو ، ملګرو د ظلم و استبداد او تېریو څخه ډک دی، دوي د جنګي قوتو، نظامي ډلو ، شیطاني تدبیر و، د حق نه پيژندنکو ظالمو خپلوانو او ملګرو او دسیسو په ذریعه په هیواد کي لوړ مقامونه اشغال کړي دي.

د خلکو ژوند ، آزادي، حیثیت او ثروتونه يې په آسانئ سره غصب کړي او له منځه وړي دي، زموږ دا دیرش کلن تاریخ د دوې د کرغېړنو، مستبدانه، غیرحقوقي او غیرقانوني امرونو، تصمیمونو نفسي او شهواني او عمالو ډک دي. دا خلک چي د جهاد مقدسي کلیمې څخه ناوړه اسفاده کوي تر عادي غلو ، قاتلانو او لارو نیوونکو څخه ډیر بتره دي. نه وه الهي قانون، نه د طبیعت قانون او نه هم و بشري قوانینو ته اهمیت ور کوي.

زموږ ټولنه يې د ناوړو اجتماعي ناجوړیو چي تر سرطان، جزام، سل او وبا حخه بتره ، وژونکي او خطرناکه دی اخته کړل.چي د روغتیا لپاره یې پیړۍ ، پیړۍ زمان په کار دی. ځکه دوي په ټولنه کي حسد،کینه، بی اعتمادي، نقاق، عدم تفاهم، لټي ، غرور ، انتقام ، ژبني او قومي اختلافات بېره چي د اجتماع د اساسي سیاسي، اجتماعي او اخلاقي خدمتو څخه لیریوالي دي ، رشتوت اخیستل، ، حق پټول، یو بل ته څاه کیندل، او دسیسې جوړل ، فقر او نور اخلاقي فسادونه او داسي تخمونه وکرل او وې روزل، چي اوس زموږ د ټولني خلک د خپلو شخصي مادي او معنوي ګډو ګټو او ارزشو د پلاس راوړلو لپاره هم نه سي یو ځای کېدلای ، چي اوس په عادي درملنه یې روغتیا نه میسرېږي.

ځانونو ته يې په داخل او بهر کي بنګلې او مارکیټونه رانیول او جوړ کړل، به هیواد کي یې د فساد تخمونه وشیندل ، بی ځایه ائتلافونه یې جوړ کړی . د بهرنیو هیوادونو سره استخباراتي تړونونه کوي، مرتجع انسانان يي پرځانونو سره راټول کړي ، د هیواد ملي ګټو ته ارزښت نه ور کوي او نه هم د کوم قانون تابع دي. دخپلو شخصي ګټو د پلاس راوړلو لپاره هر څوک او هر ډول قربانۍ ته اماده ولاړ دي.

په ۱۶ او ا۷ پيړیو کي عیسوي پاپونو به خلکو ته د پیسو په بدل کي د جنت کلۍ ورکولې او همدا کار همدغو مرتجع انسانانو شروع کړي ، دجهاد د مقدسي کلیمې څخه استفاده کوي او خلک یو د بل سره د جهاد په نامه سره جنګوي. خپل په تشناب کي یې آي سي او کولر لګولی او په مرمې ضد نو ماډل موټرونو کی ګرځي ، خو د ټولو نه مخکي دا چي چیغي دوي وهي چي موږ یو کور هم تر اوسه نه لرو . جهاد خو هغه خلکو وکړی چي اوس پر سړکانو ګدایی کوی. د ماښام یو ګوله نه لري. د بی کاري څخه ایران ته ځي او هلته اعدام کیږی ، د کور په کرایې پوري حیران پاته دي. او بل جالبه لا داده چي جهاد خو یو عبادت ، که کړي هم وي نو پر خلکو ولي احسان اچوي، چي لمونځ وکړی هم پر خلکو احسان اچوی چی لمونځ مي کړی دی . یا زه خو کلیمه وایم ، جهاد خو ټول افغان ولس کړي دي . ددې امتیاز ولي یوازي دوي ځانته ورکوي. زه پوښتنه کوم چي د خپلو سیاسی معاملو لپاره د اسلام او جهاد د کلیمې څخه استفاده کول. ګناه نه ده؟

موږ خلکو ته پکار ده چی راويښ سي او دا ډول فاسد خلک دخپلي مشرۍ څخه لیري کړي او پر ځای پاک او نوي استعدادونه چي د همدې ټولني څخه راو تلي وی راپورته کړي. نه هغه خلک چي کورونه يې د هیواد څخه بهر دي او یا هم هغه خلک په دا دریش کاله یې هم د روسانو څخه پیسې اخیستې او هم د امریکایانو څخه . او اوس هم د دبهرنیانو ګټي خوندي کوي. او د هغوي غلامي کوي. خو که پوښتنه ور څخه وکړي وای ما خو جهاد او مقاومت کړي دي. پدې هیله چي نور ولس راويښ سی او دا ډول خلک و پيژني او خپل سرنشت پخپله و ټاکي. اوس بیا انتخابات راروان دي ، د دوي بیا عوام پیاد سوي دی، د جهاد او مقاومت خبري بیا تازه سوي ، پر حکومت د دوي ګرم ګرم انتقادونه ، حال دا چی تر ټولو غټي چوکی هم دولت کي د دوي په لاس کي دي.

(اِنَّ اللّهَ لا یُغَیِّرُ ما بِقَومٍ حَتّیَ یُغَیِّروا ما بِاَنفُسِهِم) سوره رعد آیه 11

ژباړه: پدي ایت شریف کي خدای (ج) فرمایلي دی چي خدای (ج) تر هغه د یو قوم حالت ته تغیر نه ور کوی چی دوی خپل نفس ته تغیر ور نه کړی

په درناوي