پېښور : څه مياشتې وړاندې به دپاکستان حکومت افغان کډوالو ته دخپل هېواد ته دستنيدا وينا کوله خو اوس دسختې ګرانۍ له وجې چې افغان کډوال په کمپونو کې دى روزګار ئې او په ښارونو کې دکورونو دلوړې کرايه او مصارفو دزياتوالي خپل هېواد ته په کډو کولو مجبور شول . په تيره اوونۍ کې له ٤٠ زياتې کړى دکمپونو او ښارونو افغانستان ته تللي افغان کډوال که څه هم پوليس ئې دپخوا په څير زوروى خو دکرايه کورونو لوړې کرايه او دخوراکي توکو ګرانوالي يې ژوند تريخ کړى دوى وايي چې که په خپل وطن کې ګرانى وي نو دکورونو کرايي نه خو به خلاص يو ديادو نې وړ ده چې دډالر په مقابل کې دپاکستاني روپۍ ارزښت کموالى دخوراکي توکو نرخونه او دکورونو کرايي څلور چنده زياتې کړيدى چې د ٢٠ کيلوى وړې بوجې وړو قيمت دا مهال په پېښور کې ٨٠٠ او او ديوه کيلو رومي قيمت ٩٠ روپو ته رسيدلي دي او هم ديوه کور دګاز بل چې پخوا به ٥٠٠ روپى ؤ په تيره مياشت کې ٩٠٠٠ ته رسيدلې دي .