د پښتنو ملتپال مشر محمود خان اڅکزی د تيرو څو ورځو راهیسي د چمن په دوره دئ او د پاکستان د ولسي جرګې د انتخاباتو په لړ کي يې د قلعه عبدالله خان د کمپاین په چارو کي په لسګونو زرو کسانو ته ویناوي کړي. نوموړي د روان کال د اګسټ پر ۱۶مه په چمن کي د یوې غونډي برخه والو ته وینا اورولې، چي متن يې په دې ډول دئ :
د چمن ولس ته د محمودخان اڅکزي د وينا متن
د پښتون افغان ډیرو درنو ټبرونو، درنو سپین ږيرو، مشرانو، ځوانانونن به دلته په دغه غونډه کي د ډیرو سیاسي پارټیو ملګري هم شامل وي. که موږ چپه خبره کوو، نو دوی دي يې موږ ته په ګوته کړي. څلویښت کاله وسول د پښتانه کور، جنازه، مسجد /جومات، هدیره، بازارونه نه دي محفوظ. که اوس هم نه سره کښینو، نو به سره کښینو کله؟
ته که دهري پارټۍ يې، هر فکر لرې، خو دا وطن زموږ سره شریک وطن دئ. نن پښتون یو ځای نه دئ محفوظ، که خیبر پښتونخوا ده، که منځنی پښتونخوا{فاټا} ده، که کراچی دئ او که زموږ لوی کور افغانستان دئ. یو ځای هم پښتون پر کراره نه دئ.
دنیا په دغه پلان کي ده چي دلته به بدي ختموي. پر کرزي او نواز شریف به دا بار اچوو چي خامخا به روغه جوړه کوي، ځکه د جهان ټولي شخړي بغیره خبرو هیڅکله نه دي حل سوي. مثال يې د جرمنی او فرانس دئ، خونړۍ جنګونه یې یو د بله سره وکړل، په میلیونو خلګ یې سره ووژل، خو نن يې تاسو وینئ چي په اروپايي یونین (union) کي یو ځای سره ناست دي او آن دا چي یوه سیکه هم سره لري. که مي اوس هم دغه سیمه، افغانستان او د نړی امن ته پام و نه ګرځاوه، نو دنیا نړیوال او ګاونډیان; چین، ایران، سینټرل آسیا، روسیه، ټول و موږ ته ګوري او هغوی زموږ د بد امنی په سار دي.
د جمعیت علما اسلام مشر مولانا فضل الرحمان مي ولید. ورته مي وویل چي سنګه کوې؟ خواست مي ورته وکئ چي د ملا محمد عمر اخوند سره تماس وکه او په دې یې رضا که چي د افغانستان په راتلونکي انتخاب کي برخه وال سي . خدای (ج) دي وکړي چي افغانان ټولي رایي و ده ته ور کړي. زه دي ملګری یم. هلته هم عالمان ټول سره یو ځای دي. ورسئ! ورسره جوړه یې کړئ! صبغت الله مجددی صاحب، سیاف صاحب، پیر ګیلاني صاحب; د دنیا د لویي پايې عالمان دي. ورسره جوړه یې کئ او دغه بدي ورځي ته پای ورکړئ.
او دا مي باور دئ چي که مولوی صاحب د امن د راوستلو لپاره هڅي ونه کړې، فکر کوم یو هم عمل به یې د خدای (ج) په دربار کی قبول نه سي.
که موږ دلته جنګي خلګ او افغان دولت سره کښینو، نو مي دا پوخ یقین دئ چي پخوانی لوی کندهار به بیرته د خوشحالو مرکز ګرځي او ځو به، هلته به میلې کوو.
دلته زموږ بازی خلګ د شریعت خبره کوي، خو شریعت موږ ولي په اسلام آباد پوري تړلئ دئ؟
ټول پاکستان و ښځي ته حق نه ورکوي. قرآن شریف واضح وایي چي د خور، لور حق سته، خو زموږ د شریعت غوښتونکو چي کوم آیت پر طبیعت سم وي هغه مني او چي له طبیعت سره یې سم نه وي، په هغه سر نه خلاصوي. په اسلام کي د یوه ټکي څخه انکار هم منکري ده او د ټول قرآن شریف څخه انکار هم.
قرآن شریف کونډه آزاده کړې ده، خو موږ نه ښځه تر شدوره بوزه هم ارزانه کړیده او پر هر حق مي یې سترګي پټي کړي دي.
بعضي بد بختان خو وایي چي ښځه یا د نیکی ده او یا د بدۍ. په بدۍ کي ښځي ور کوو چي تر ټولو ناوړه عمل دئ. والله که په دغه کمزورو عملو خلاص سو.
راسئ، شریعت راولو.
زه خو وایم چي د پښتونخوا ملي عوامي ګوند کارکنان به د خدای ج رالاندي د بل هیڅ چا زور نه مني. که نه، نو یې نه ایمان پاتیږی او نه باور.
موږ د ظالم او مظلوم په مقابله کي د مظلوم ملګري یو او د ظالم په ضد به د حق آواز خامخا پورته کوو. په رښتیا به ژوند کوو او رښتیا به وایو.
اسلام ښکاره وایي چي د دروغجن ګواهي نه قبلیږي، تر څو چي توبه ګار نه سي او بیرته په اخلاص نه سي.
ما ته په درزنو ملایان معلوم دي، چي بیخی زیاتي ډګریاني یې په دروغو جوړی کړي دي.
که “ملا صاحب” د رسول الله ص پر لار سي، موږ یې پر لاس مچولو ته هم تیار یو.
د چمن قلعه عبد الله آن ترپښین کوټی پوري دغه سیمه د لوی کندھار برخه وه. موږ تر ایرانیانو تر سلطنت لاندي وو، چي نادر شاه افشار مړ سو. احمد شاه بابا چي ځوان وو، په کندهار کي یې زموږ ددغه خلګو د نیکونو په مشری کي جرګه وکړه او افغان وطن ته یې پوخ شکل ور کئ. د افغانستان په رپاند بیرغ موږ ور شریک یو. دا سیمه د افغانستان د مخکښی سیمه او علاقه پاته سوې ده.
دا هغه سیمه ده چي خان شهید اودول صمد خان اڅکزي د فرنګي په ضد د راپورته کیدلو هڅي هم ددغه سیمی پورته کړلې او فرنګی یې دې ته اړ ایست چي سیمه پریږدي.
زموږ د ملګرو په ضد څوک د تشدد څخه کار نه اخلي. موږ ورینداره نه سرتوري کوو، خو شراوو وراره هم په کلي کي نه پریږدو.
هیروین، تریاک، چرس او نور نشه یي توکو او د وسلې، بمانو، ګولیو، بارودو سره پام کوئ، نور خپل کاروبار ته دوام ور کړئ او سرکار دي مهربانی وکړي چي زموږ په منځ کي دي غله، غدوی او د ناوړو خلګو ساتنه نه کوی، ځکه موږ په خپلو موټو ګټلي روپۍ هیڅ چا ته نه سو ورکولائ.
تحریک طالبان پاکستان تر اته زره زیات فوځیان وژلي دي او ددوی سره جنګ اوس داسي معلومیږي چي د فوځ د وس کار هم نه دئ. موږ به هر چاته خواست کوو، فوځیان به دغه راز خلګ ساتل او بل په وژل بندوي.
خان شهید د قام او د قام د یو والي خبره کول. د چمن میړنی ولس په ۱۹۷۰ کي خان شهید ته ووټ ورکئ او و صوبای اسمبلی ته یې کامیاب کئ، چي نن د خان شهید د لښکر څخه ستر قومي تحریک جوړ سوئ دئ.
زما ستاسو سره وعده او پښتو ده “که ډاکټر حامد خان چي د چمن څخه کامیابه سوئ دئ، مجید خان د توبې ګلستان څخه او قهار خان چي انشا الله د قلعه عبدالله د قامي سیټ څخه به کامیابه کیږي، که مي و دوی ته “د خطا او غلا سزا ور نه کړه، نو مي نوم بدل کړئ.”
هیڅ څوک به لاري نه نیسي، غلاوي او شوکی به نه کوئ، که دغه کوئ، بیا به نو ګيله هم نه کوئ، کاروبار به سم دم خلاص وي.
اسلام وایي چي د یوه انسان قتل د ټول انسانیت قتل دئ، پام ورته وکئ :”انسان، یادوی یوازی مسلمان هم نه یادوي” او دغه رنګه د یوه انسان بچول د ټول انسانیت د بچاوېدو برابر دئ .
د چمن خلګ دي خدای (ج) نور هم مالدار کړي. ښه خبره ده; مریضانو ته یو یا دوه لکه روپۍ خامخا ورکوي چي علاج په وکي. د بندیانو د راخوشی کېدو لپاره هم تر خپله وسه چندے ورکواست . که د چا واده بند وي، خامخا به ورته په ولور کي مرسته کوي.
او خپل بچی پوه کئ، کوم چي ږیره او بریتونه نه لري، هغه باید د لاس روغبړ وکي، ځکه دلته خامخا ناروا خلګ وي او ناروا خلګ به هم د ماشری څخه ترټي او شړي به یې. شاوخوا به بدمرغه او بدخویه خلګ نه پریږدئ.
او یو دا د مور او پلار نه سیوا د بل چا لاس مه مچوئ.
د چمن خلګ او اودولا خان خلګ ولاړ سئ، ټولي روغي جوړي وکاست. خلګ د بدي او بدمرغۍ سره خلاص کاست.
د ځان لپاره خو مي دومره زور نه سو در باندی اچولائ. قهار خان به خامخا کامیابه کوئ او په پوره همت به رایي ورکوئ. که نارینه یاست او که ښځینه. ډیری رایي به ورکوئ.