کور / ترخې خبري / غم که زغم ؟

غم که زغم ؟

یوه ورځ په یوه ټکسي موټرکي دهوايی ډګر څخه دښارپرخوا روان وم ، ټکسي موټردټولو ټرافیکي اصولو سره سم دحرکت په حال کي وو

چي ناببره یوبل موټردپارکینګ څخه په ډیرسرعت دټکسي مخته ځان واچاوه ، ټکسي چلونکي ټینګ بریک ونیوه ، ټول موټراوپه ټکسي کي پراته وسایل ولړزیدل ، دکومي بدي پیښي پرته یوازي دڅوسانتیمترو په فاصله دهغه موټرڅخه زموږ ټکسي ودریده .
دټکسي چلونکي په ډیره خونسردی سره دموټرشټرینګ وپیچه او بیرته یی په عادي ډول خپل مسیرته ادامه ورکړه .
خو متخلفه ډریورددې سره سره دخپل موټر څخه سر راایستلی وو او په سپکو سپورو یی پیل کړی وو چي ګواکي دټکسي چلونکی ملامت دی، خو زموږ دټکسي ډریور یوازي ورته په شونډو خوږه موسکا ساتلې وه او دلاس په ښورولو سره یی ورڅخه ځان لیري کړ.
ما سمدستي ورته وویل ولي ؟ استاده! هغه ملامت وو اوس به یی موټر درته برباد کړی وای او هم به یی موږ او تاسو ترروغتون پوری رسولي وای خو تا ورسره دارنګه کړنه وکړه او په خندا او خدای په امانی دي ورڅخه ځان لیري کړ!!!
خو دټکسي چلونکي داسي جواب راکړ چي دعمرترپایه پوري به یی دیوه عبرته ډک لوست په توګه نه هیروم
هغه راته وویل :- ګوره وروره ! ډیری کسان دژوندانه ناکامیو ،مفلسیو، دردونو ، کړاوونو ، کینو ، بدګمانیو ، او نوروله لاسه دکثافاتو په ډک موټربدل سویدي ، هغوي دخپلو کورونو ، کوڅو ، دفترونو او یا نورودیته ورته ځایونو څخه راټوله کړې چټلي او کثافات خپل دفکردموټرپه باډی کي ځای پرځاي کړي وي او یوازي دیوه داسي ځای په لټه کي وي ترڅو خپل راغونډ سوي کثافات پرواچوي او ځان دنوروچټلیو ترراټولولو پوري بیغمه کړي .
زه خو خپله نه ځان او نه هم کوم بل چاته اجازه ورکوم ترڅو پدې چټلیو ولړل سي ، که کله ناکله داوس په څیرورسره مخ هم سم پرشونډو دموسکا په راوړلو او دلاس په ښورولو ورسره دمخه ښې پرمهال درمزپه ژبه دا وایم چي لالیه!!! زما سره ستا دکثافاتو اچولو لپاره یوه لویشت ځای هم نسته .
وګرځه راوګرځه او یوبل ځای ددې چټلیو لپاره چي تشول یی ستا ضرورت دی پیدا کړه ! زه لاس ښوروم پرشونډو دعا کوم او دخدای په امانی پرمهال پخپل فکرکي ورغبرګوم چي ستا دبدبوی اوناپاکیو څخه پناه غواړم
دټکسي چلونکي دا دلیل راته په زړه پوري وو او دهماغه ورځي راهیسي د ژوندانه دواټ پرهرپیچومي چي کله د دارنګه کثافاتو ډک موټر ووینم بی اختیاره مي پرشونډو موسکا خپره سي ورته لاس ښوروم او په بیړه ورسره مخه ښه کوم .