کور / تازه خبرونه / د کابل او جلال آباد لار بېرته پرانستله سوه

د کابل او جلال آباد لار بېرته پرانستله سوه

د کب د میاشتې په ۲۴ مه د شپې په لس بجو د لغمان ولایت په اړونده سیمه کې د درونټې د تونل څخه د کابل په لوري په دوه سوه مترۍ کې د غره د را پرېوتو له امله چې د کابل-جلال اباد لویه لاره به بشپړه توګه د ټرافیکو پر مخ تړل شوې وه، نن یو ځل بیا د پرانیستل شوه.

دغه لاره چې د تیرو دریو ورځو راهیسې د غره د حجم د زیاتوالي، د لویو تیګو د شتون او د کافي م…اشین الاتو د نشتوالي له امله د ټرافیکو پر تړلې وه د لغمان د فواید عامې امریت او د ننګرهار د فواید عامې ریاست د کار کوونکو په هلو ځلو او د امنیتي ځواکونو په مرستې یو ځل بیا د ټرافیکو پر مخ خلاصه شوه.

لغمان والي ډاکتر فضل الله مجددي چې تیره ورځ د پیښې ځای له نیږدې ولید د ټولو ارګانونو د هلو ځلو د ستاینې تر څنګ یو ځل بیا د لغمان د فواید عامې امریت او د ننګرهار د فواید عامې ریاست منسوبینو ته سپارښتنه وکړه چې د خپل وزارت څخه د د عصري ماشین الاتو غوښتنه وکړي تر څو په راتلونکي کې د داسې پیښو پر وړاندې له ستونزو سره مخ نه شي