کور / تازه خبرونه / کندهار : ٣٦٦ جريبه مځکه د کوکنارو څخه پاکه سوه

کندهار : ٣٦٦ جريبه مځکه د کوکنارو څخه پاکه سوه

کندهار افغانستان- د کندهار په درې لوېديزو ولسواليو کي تېره ورځ د کوکنارو د کښتونو پر ضد د پيل سوي کمپاين په لړ کي ٣٦٦ جريبه نوره مځکه له کوکنارو څخه پاکه سوه.
ياد سوى کمپاين چي تېره ورځ يې د ژړۍ، ميوند او پنجوايي ولسوالۍ مختلفي برخي په بر کي ونيولې، پرته له کومي امنيتي پيښي سرته رسېدلى چي پرمهال يې، پورته ياده سوې مځکه له کوکنارو پاکه سوې او هم يو شمېر ماينونه کشف او شنډ سوي دي.
د پرون ورځي کمپاين د ميوند په سور بغل سيمه، د ژړۍ په کلک او د پنجوايي په تلوکانو کي سوى چي په ترڅ کي يې پوليس د ميوند په سره بغل کي د وسلوالو له خوا د ځاى پر ځاى سوو مځکي ماينونو په کشف باندي هم توانېدلي دي.
په همدغه سور بغل سيمه کي يو بل ماين خپله پر هغو کسانو چي غوښتل يې د کمپاين د ټکني کېدا په موخه يې ځاى پر ځاى کړي چاودېدلى او دوه تنه ماين ښخوونکي پکښي وژل سوي دي.
__________________
د يادوني وړ ده چي تر دې مخکي هم څو څو ځله د دې ډول مځکو د کوکنارو څخه د خلاصېدو خبر ورکړل سوى خو په سيمه کي ډېرى کسان وايي چي دا کار په بشپړ ډول نه ترسره کېږي او يوازي پر هغو کسانو تطبيقېږي چي يا واسطه نه لري او يا بې وسه وي.