کور / تازه خبرونه / غورک : ١٥٠ سيميز پوليس د زده کړو څخه فارغ سول

غورک : ١٥٠ سيميز پوليس د زده کړو څخه فارغ سول

کندهار افغانستان- د کندهار په ليري پرته شمالي ولسوالۍ غورک کي د ١٠٥ تنو په شمول يوه بله جوپه محلي پوليس هم فارغ سول او په خپلو-خپلو کليو کي يې رسمي دندي پيل کړې.
په دغه ولسوالي کي له دې وړاندي هم ٦٥ تنه نور محلي پوليسو ته له پوځي زدکړو څخه فراغت ليکونه ورکول سوي ول چي په خپلو مربوطه ساحو کي يې وظيفې سرته رسولې او په خورا ښه توګه سره يې د وسلوالو مخالفينو د راتګ او پلانونو مخه ډب کړې وه.
پورته ذکر سوو ١٠٥ تنو پوليسو په هماغه ولسوالي کي د ګډو افغان او بهرنيو ځواکونو لخوا د دريو اوونيو په اوږدو کي پوځي روزنه ورکول سوې او ورته اړين تخنيکونه او تاکتيونه ور زده سوي دي.
غورک د کندهار ښار شمالي خواته د اروزګان او هلمند ولايتونو سره پر پوله پرته ولسوالي ده .