نړيوالو ائتلافي ځواكونو د هلمند ولايت په شمالي ګرمسېر ولسوالۍ كي د وسله والو طالبانو پر وړاندي د خپلو پراخو پوځي عملياتود پيلېدو خبر وركړ .
د ميشتو برټانوي ځواكونو وياندRobin Matthews آريانا ټلوېزيون ته سه شنبې په ورځ د ټليفيون پر كرښه وويل په دغو عملياتو كي دوه زره او درې سوه آيساف سرتيري برخه لري او برټانوي ځواكونه يې يوازي د وسلو او مهماتو په برخه كي مرسته كوي ، Matthews زياته كړه چي دغه عمليات د امنيتي سيمي د پراخېدلو په موخه پيل سوي دي او ګمان كيږي چي بريالي به پاى ته ورسيږي .
وسله وال طالبان وايې په سيمه كي د نړيوالو ځواكونو په وړاندي د پوره مقاومت توان لري او ځان په د جنګي تاكتيك څخه پوره برخمن بولي .
سيمه ايز وګړي پر نړيوالو ائتلافي ځواكونو ږغ كوي چي د خپلو عملياتو پر مهال دي ددوئ ځاني او مالي ګټي په نظر كي ونيسي .
تر دې وړاندي هم بيلا بيل وختونه د هلمند په ځينو سيمو كي نړيوالو ائتلافي ځواكونو د وسله والو طالبانو پر وړاندي پوځي عمليات تر سره كړي چي سيمه ايزو وګړو ته تر دواړو مخاليفو لور زياته مرګ ژوبله اوښتې ده .
د هلمند ولايت دولتي چارواکو د ازادۍ راډيو سره په مرکه کي د ناټو ځواکونو له خوا د عملياتو په پيلېدو ناخبري وښوده او ويې ويل چي په دې اړه له دوی سره تماس نه دی نيول سوئ ، بله خوا د وسله والو طالبانو وياند قاري يوسف احمدي لراوبر ډاټ کام ته په رالېږل سوي ليک کي د ګرمسير دجګړې په اړه خپله خوا بريالۍ بولي او داسي ليکي :نن سهار اوه بجې ، هغه مهال د اسلامي امارت د قهرمانو مجاهدينو له خوا بهرني ځواکونه د درندې مرګ اوژوبلې په ليدلو سره پر شاوتمبول شول ، چې کله د دوی ځواکونه د هلمند ولايت د ګرمسير ولسوالۍ( چې د دې ولايت په (۸۰)کيلومتري کې جنوب لوري ته پرته ده ) د “ماجدک” په سيمه کې د مجاهدينو تر کنټرول لاندې سيمو باندې مخامخ بريدونه پیل کړل .
د ورکړ شوو معلوماتو له مخې ، د دښمن له خوا تربریدونو وروسته ، د مجاهدينو له لوري ورسره مخامخ جګړه پیل شول ، تر يوه ساعت درندې جګړې وروسته د دښمن ټولي قواوې شاتګ ته اړې شوې اواوس في الحاله په ريګ( ګرمسير دښت ) کې ولاړې دي .
ديوه بل تازه خبرله مخې ، نن له غرمې مخکې پر لسو نيمو بجو د دښمن له خوا يو ځل بيا له بل پلوه ددې ولسوالۍ مرکز ته نژدې د” تخت پول” او “ماجدک” د سميټي پله سره نژدې د مجاهدینو پرجنګي کرښو مخامخ پلي بريدونه پیل شول، په ترڅ کې يې ددښمن نور شپږ تنه عسکر ووژل شول او يو شمير مرګوني ټپيان شول .
په دواړو بريدونو کې دوه تنه طالبان شهيدان اودوه تنه سرسري ټپيان شوي دي .
د مجاهدينو په وينا : سيمې ته په سلګونه تازه دمه مجاهدين رارسيدلي او ډير ژربه د دوی قواوې د سيموپريښودلو ته اړې شي