دا اوس يوڅرګند حقيقت دی، چي نننۍ بشرينړۍ له هسي حيرانوونکو پرمختګونوسره سره په ګڼو ډګرونو کي له يوشمېر ستونزو لو نادودو سره لاس او ګرېوان ده.
دغه نادودي دنړۍ په لري او نژدې ځايونو کي بېلابيلي ريښې لري. او دغه ستونزي نه يواځي داچي بايدڅرګندو برخوته محدودي سي، بلکي دانساني ټولني روان ته ډېر زيان اړوي او هغه له سختو ننګونو سره مخامخ کوي. په يادو ننګونو کي يوه هم زموږ ټولنه ده چي دپورته ناخوالو عيني شاهده ده، چي د دوامداره شخړو له امله يې پرله پسې اقتصادي، فرهنګي او ټولنيزي ناخوالي ليدلي دي.
زموږ په ټولنه کي دنورو سختيو ترڅنګ کورنی تاوتريخوالی هم ترحدزيات دی، چي زيات قربانيان يې ښځي او ماشومان دي او دهغوی انساني ځواک يې له ګواښونو سره مخ کړی دی.
چيري چي جنګ روان وي، ولس دسواد له نعمته بې برخي وي، هرکال پکښي دملکي تلفاتو شمېره دتېرکال په پرتله زياته ښوول کيږي، هلته چي ډيموکراسي نه وي موجوده، دټولنيز عدالت او متمدني ټولني دپرمختګ څرکونه وجود ونه لري، هلته چي داخلي او بهرني ګوډاګيان په ناسم چاپېريال او جنګ جګړوکي خپلي ګټي لټوي تاسو فکروکئ، ايا! هلته داشونې ده چي ځوان نسل دی سالمه روزنه واخلي؟
ايا هلته دمدني ټولني جوړېدل امکان لري؟ ايا دنوموړي ټولني وګړي به دژوند په مفهوم پوهيږي؟
دهغوی په ذهنوني کي دلوست، پرمختګ، صنعت او فرهنګ سره اوس دنفرت احساس راټوکېدلی دی، هغوی خپل ارزښتونه نه پېژني، ځکه کوم ماشوم چي له وړکتوبه دجنګي ډلو په ليکوکي ولاړوي، هغوی چي رالوی سي، ايا! دخپلو موخو دلاسته راوړلولپاره به دجګړييزو وساپلو پرته بل څه پرکارواچوي؟
حال داچي دماشومانو نړيوال کنوانسيون او داسلام مقدس دين دواړه همېشه پردې ټينګارکوي چي خپل ماشومان له جګړييزو فعاليتونو لري وساتئ، او هغه په وژلو، شکنجه کولو او دبشرضد جنايتونو سره مه اشناکوئ.
برعکس، زموږ په ټولنه کي دژوندد مهارتونو دزده کړي پرځای هغه ته وسلې لار ورښودل کيږي، هغه ته دقلم پرځای ټوپک په لاس کي وکول کيږي. سره له دې جي دتيرو څولسيزو په جريان کي دسلهاوناخوالو ترڅنګ چي زموږ پرخلکو راغلې ترټولو زيات تاوان يې ماشومانو ته ورسېدی، يتيم، معلول، بې سواده اود نورو ګڼو کړاوونو سره مخ سوي دي.
ترټولو بده يې لاداده چي جنګي ډلو به ورنه دسرتيرو په توګه کاراخيست چي نوموړې لړۍ اوس هم روانه ده. دنوموړي وضعيت په هکله تراوسه چاخواشيني نه ده ښوولې او نه هم په دې اړه کوم اقدام سوی دی يا د دولت له لوري او ياهم داولس له لوري، چي ولي دياغيانو له خواورنه په ځانمرګي بريدونو کي کاراخيستل کيږي؟ او دولت بيادغه ډول ماشومان ولي دپوليسو په ليکو کي نيولي دي؟ موږ بايد دخپلو ماشومانو دحقوقو ساتنه وکو او پردواړو غاړو ږغ وکو چي دهغوی څخه دي ناوړه ګټه اخيستنه په جدي تګه بنده سي.
او دولت دي دهغوی په هراړخيزه روزنه کي جدي ګام پورته کي او دټولو اسانتياو ترڅنګ دي دهغوی په امنيت کي هم پوره توجه وسي، ځکه دنن ورځي ماشومان دسباورځي پلرونه دي او دهيواد راتلونکی په هغوي اړه لري.