پسرلیه ! ته خو بیا زموږ خوا ته کرار- کرار را روان يې خو افسوس داچي نه پوهېږې چي څوک درته خوشحاله ا وڅوک خوابدي درڅخه ولاړه. تا ته چا وویل چي زموږ کور ته راسه؟ ځه! هغو ته ولاړ سه چي تاته هاوسیږي.
داغیاردپلانونو پسرلیه! اوس دلته څوک نه درته شعروايي، نه دي په تمه رنګین-رنګین خوبونه ویني ،نه دي دمستیواوسمسورتیا دسمبول په حیث ستايي،داځکه چي ستا په راتګ سره پټي بلاوي دپټو غارونو څخه راښکاره کیږي. نوموږ پرېږده، ژوند ته مو پرېږده. اوس دپغمان دخزان دونو ژړ بلګونه اودقرغې دژمي واوره زموږ زوړنه ښه تسکینوي. دا چا ویل چي ستا سره نوي فکرونه، نوي خیالونه او نوي کارونه ملګري دي؟ هو! ستا په راتګ سره به بیا دانسانانو په ژوند کښي بدلونونه راسي، خو داچي مثبت او که منفي؟ زموږ په ګټه او که په تاوان؟ یوازي دکایناتو خالق په خبر دﺉ.
هو! ته چي راسې، هوا سي معتدله، چاپیریال هم شین و زرغون سي خو ددوی زړونه بیا ترډبرو هم سخت، تشدد، ظلم، انسان تښتونه، بشروژنه بیا په ټولنه کښي خپره سي او افغانان بیا دماتم پرټغر کښېنه يې.
ته چي راسې نو بیا ډېرو ته دښکار زمینه کړې جوړه ، ښکاریان ښکار ته وهڅوې، ډېري مرغۍ زخمي او ډېري په قفسونو کښي بندي کړې، ځیني دحیا پوړني له سره ایسته، ډېرپګړۍ کړي هېره، سنت کړي ترک ،دښایستو په دیدن پسي روان سي! زمزمې په ترانم کښي دخپل یار وايي.
اې پسرلیه! پخوا به مویو اوبل ته خندل مګر اوس موتوپیر دادﺉ چي ته پرموږ خاندې او موږ درته ژاړو.څوک مو اواز نه اوري، خو پوه سه چي خوار دوران پر هر ګوروان.
پسرلیه ته خو بیا راغلې، ظاهري ښکلا به هم خپره کړې خو داچي زړونه به سره یوځای کړې، خبره لا نامعلومه ده.
ته به بیا چرسو، تاریاکو او نورو مضرو بوټو ته وده ورکړې، اودخزان له راتګ سره به بیا زموږ ډېرځوانان را خزان- خزان کړې
ستا په یاد دي چي تېر کال دامهال مي لابابک ژوندی ؤ، دورور جان واده ته مو تیاری ؤ،خو زه دي کړمه یتیمه ،ورېنداره دي کړه راکونډه، پنجوايي دي راباندي داور کوره کړه، ناګهان کښي دي دوینو والې راته وبهولې، اې نامرده نور لا څه راکوې؟
پسرلیه، خوناړېه، که دچاپیریال د زرغونولو ضمانت راکوې نو دوحدت وعده ولي نه راسره کوي؟! سمه ده، چي ژمنه نه راسره کوې، نو ځه په مخه دي ښه! دهغو مېلمه سه چي هغه ستا په قدر پوهېږي.
.
سمه ده! ته ترټولو رنګینه ننداره یې، مځکه د ژمي له ژور خوب او نباتات له خپلو قبرونو څخه را ويښوې. اې پسرلیه! که دمظلومو اواز اورې نو د ښکلاوو دتخم کرولو، دژوند کولو او دورورګلوی طریقې هم راته را وښیه. که نه! موږ ته نور غمونه مه راوړه، زموږ پرکور نور دغم شپېلۍ مه ږغوه، نور دکوندډو یتمانو زړونه مه ژړوه.
ځه! په ګل وګلزار پسي ځه، دحوشحالۍ محفلونه لټوه، دمستانو،عشقانو زوړنه پیوندوه، خو ګوره! موږ پرېږه وکراري ته پرخپل کوره!. په نن پسي سبا سته او په سبا پسي خزان او اخیر به سې خزان.