په پاکستان کې د افغان سفارت، په پېښور کې د افغان قونصلګيرۍ او همدارنګه د پاکستان د امنيتي او لوړپوړو چارواکو څخه په کلکه غوښتنه کېږي چې د صوبه پنجاب او پښتونخوا (سرحد) پر ګډه پوله د اټک د سيند پر غاړه چې د سپرليو کومه تالاشي اخيستل کېږي، د دغو تلاشيو قانوني پوښتنه دې وکړي ځکه چې له ډېرې مودې راپه دېخوا د خلکو عام شکايتونه بېخي مخ په زياتېدو دي. دلته هره ورځ په سلګونو بې ګناه افغانان سخت زورول کېږي او بې له دې چې کوم قانوني چلند ورسره وشي نغدې پېسې او نور قېمتي څيزونه ترې په زور اخيستل کېږي.
په همدې نږدې ورځو کې له يوې افغاني کورنۍ څخه نږدې يو لک پاکستانۍ روپۍ په زور اخيستل شوي او تراوسه پورې يې هيچا هم غم ندى خوړلى. همدارنګه د اټک ښار يو بل افغاني مهاجر جمشېد د خپلو سترګو ليدلى حال داسې بيانوي: زمونږ موټر پوليسو ودراوه زما سره دوه مېرمنې هم وې بيا يې زما په بکس کې پخپل موټي کې نيولي چرس کېښودل او سمدستي يې شپږ زره روپۍ راڅخه واخيستې. راته يې وويل که دغومره پېسې رانکړې بيا به په کلونو کلونو خلاص نۀ شې.
دغه راز همدې ته ورته په سلګونو پېښې شوي او اوس هم هره ورځ کېږي نو ځکه مونږ له پورتنيو ادارو او همدارنګه اړونده بشري ارګانونو څخه يو ځل بيا هم په کلکه غوښتنه کوو چې د دغه راز ناوړه، غېر انساني او غېر اخلاقي چلند د مخنيوي لپاره دې کوټلي ګامونه پورته کړي او د هغو په زرګونو بې ګناه افغانانو غم دې وخوري چې له ډېرې مودې راهيسې د دغسې بدو او شومو پېښو قرباني دي.