پېښور:دخېبرپښتونخواحکومت درو غتياچارواکو په نوموړي ايالت کې افغان ډاکټرانو ،نرسانو او دروغتيايي ادارو مرستندويه کارکوونکو ته لارښونه کړې چې د مارچ تر ١٥ نېټې پورې دخېبرپښتونخواحکومت
دروغتياد څانگي سره رجسټريشن و کړي، وړاندې پر افغان ډاکټرانو د دغه رجسټريشن بنديز وو اوس يې نه يوازې بنديز پورته کړې بلکې لارښو ونه يې ور ته کړي چې ځانونه ثبت کړي او که نه پرخلاف به يې گامو نه پورته شي دپېښور په بورډ،حيات اباد ،تاکال ،فقيراباد،افغان کالونۍ ،پندو ،او د ارمړو په گډون د خېبرپښتونخوا په بيلابيلو سيمو کې افغان ډاکټران کتنځي او کلينکونه لري