په منطقي حواله به پښتنو ته په روانو حالاتوکي دسولي اړتیا او لیواتیا ترهرڅه اړینه وي لاکن په جغرافیایي حواله سره پښتون په وینو اولمبو کي راګېرکړی سوی اودبیل،بیل جغرافیایي موقعیت له کبله په ترتیب سره یې سیمي دوږخونه ورته وګرځول هم ګرځول کیږي :
دافغانانو پښتنو دڅلورو لسیزو بدمرغیو په تاریخي شالید بلدڅېړونکي اولوستونکي پوهیږي کابل یې ړنګ کړو خوپنځمه صوبه یې نکړه هم په هغه جګړه مارویې پېښور دوینواولمبو به ډنډ لاهوکړو خوخپل ناولي مقصدونه یې هم په دې ډنډ ورسره لاهوسول،دکابل په کنډوالو یې زړه لاسوړ نه وو،چي پېښوریې ړنګ کړو :
کندهاردرڼاګانو ښار،داولیاو ،دتاریخ داتلانو ،دقلم اودکتاب دمینانو،اودکلتور دامانتګرو ټابوبی یې دړنګو دېوالونو په یوداسي ډارونکي دیار واړولو ،تابه ویل هردېوال یې دخپلو نازولومرثې وایي
ددې ښارپه هردېوال ده صِرف یوه جمله لیکلې
تاریکي مي تقدیر نه ده د رڼا قاتلان ډېرسوه
دپښتنو پرخاوره د دې ناورین نوې لوبه په جنوبي پښتونخواکي اوج ته نژدې کیږي چي دمثال په توګه یې دیوه پښتون ملت پال ګوند دپارلیماني غړی اودبلوچستان ایډوکیټ جنرل دوسلوالو ناپېژندلو کسانو لخوا له یوې اونۍ تښتول سوی اوتردې دمه نادرکه دي :
دبلوڅوسره روان ریاستي ناروا جبر باندي سترګي پټول به دخپل وجدان سره غداری کول وي اودبلوڅو دانشور،ادیب،محصلین اوسیاسي غړي یې په ګوته،ګوته په نخښه کړل ،دبلوڅو منطقې او ښارونه مستونګ،قلات او خضدار غوندي ښارونه دهدیرو منظر وړاندي کوی ،په بلوجستان کي (ستره لوبه) یاګریټ ګیم نوی پلان پښتون ریاستي ملا دپښتون ملت پالو او پښتنې خاوری په ضددریاست له وسایلو برخمن دمذهب په جامه کي یوې ړندې جګړې ته را ایستل دي ،دداسي یوې خوني جګړې امکانات دپاکستان د را روانو انتخاباتو په مهال یقیني ګرځول یې موخه ده :
پښتون ملا دپښتنې خاوري ،پښتوژبي ،پښتون قام دګټو برعکس دپاکستان دریاستي استعماري ګټود څوکیدارۍ دنده اجراکړې هم یې اجراکوي ،ریاست او ریاستي شبکې هم هغه دبلوڅو ملت پالو،دانشورو ،لیکوالو جبري ورکولو او وژلو تمرین په جنوبي پښتونخواکي پلي کول غواړي چي پیل یې دعبدالوسیع ایډوکیټ او سلطان ترین غوندي پښتون ملت پالو له لویو لارو تښتول دي که دبلوڅو بیل،بیل ملت پال ګوندونه دبلوڅي سیموپرریاستي جبر،پوځي عملیاتو اودبلوڅو ملت پالو پرتښتولو او وژلو همږغي کیدلی سي دپښتنو دوه ملت پال ګوندونه ولي داسي نسي کولی؟
دا دوخت جدي هم جبري غوښتنه اوس ګرځېدلې ده چي دپښتنو دواړه ملت پال ګوندونه به د رهبرۍ ترجګړه تیرږی ،دې ړندې جګړې ته به همږغي کیږي هم به ورته یوکیږی ،که داسی ونکړي تاریخ به یې به اړه حیرانونکی قضاوت وکړي هم به په کورنۍ جګړه کي خاروه دلاسه ورکړي هم به یوشمېر منورین اوباسواده سیاسي ،انقلابي پښتانه دلاسه ورکړي !