نېکمرغه دې وي د مارچ اتمه دښځودنړيوال پيوستون جشن
فرخنده وخسته باد۸ مارچ روزجهاني زن
تر هرڅه وړاندي دښځو دنړيوال پيوستون د نيکمرغې ورځي په مناسبت د افغانستان اوټولي نړۍ ښځواوپېغلوته دزړه له کومي مباره کی اونېکې هيلي وړاندي کوم پدې هيله چي په گران افغانستان اوټوله نړۍ کښي ډير ژر زموږ کړېدلي او زورېدلي ميندي اوخويندي له دغوخواريواو ربړونو څخه خلاصي شي .
په بشری ټولنه کې مختلف عوامل دانسان پر ژوند تاثير ښندی ،خو اقتصاد اوپوهه دانسانانو په ژوندکي ټاکونکۍ اوحياتي ارزښت لري .
دبېلگې په توگه په هغه ټولنه کي چې دوگړو دژوند سطحه یې له اقتصاي پلوه اوچته اوپر مخ تللې وي اوله بلي خوایې اکثريت وگړي دسواد اوپوهی دنعمت نه برخمن وي هلته خلک بسيا او هوسا ژوند لري،دزيات شميرمدني اوټولنيز آزاديو اواجتماعي عدالت له گټونه برخمن وي .
په افغانستان اونړی کښې د ښځو نړيواله ورځ پداسي شرايطوکي لمانځل کېږي چي په ټوله نړی کي د بشرد حقوقو نړيوال سازمانونه اوټولنې د ښځو سره د زورزياتي اوټولنيزتاوتريخوالي له کبله ژوري اندېښنې څرگندو ي .
دښځودنړيوال پيوستون ورځ نږ دې (( ۱۵۷)) کاله تاريخ لري ،پدې ټوله موده کښي دنړی ښځو ،سياسي اوفرهنگي سازمانونواوټولنوددې ورځي ديادپه غونډوکې دښځودانساني حقوقو غوښتنه اوملاتړکړۍ دی .
دهمدې ورځي دتجليل په مراسموکښي چې دنړيوالي ورځی په نامه ياديږي په يوشمير هيوادوکې دغونډو جوړولو په طرڅ کې تر اوسه لاښځي ددولتي پوليسو لخوا وهل کيږي اوياپه يوشمير هيوادوکي ددې ورځی په مناسبت دغونډو جوړول کدغن شوئ دی .
په حقيقت کي ددې ورځي يادپداسي شرايطو کې کيږي چې دنړی پوره نيمايي اوياتر هغه زيات وگړی دډيرو اقتصادي ،سياسي ،ټولنيزواوفرهنگی ستونزوسره لاس په گريوان دي ،په اسيا .افريقا اولاتينه امريکا کښي اوس چي دادی يويشتم پيړۍ دوهمه لسيزه پيل سوېده ښځه لاپه دوهمه اويادريمه کټگوری کي راځی .داچي هر ورځ په نړی کي ښځې داقتصادي ستونزو،درملو اوروغتيايي مرستودنشتوالي له امله خپله اويايې ماشوم ژوند دلاسه ورکوي شمير ئې تر يوميليون اوړی . همدا اوس دنړی ۲۵ په سلوکې دخوراک هيڅ توکی نلري او۵۰ په سلوکي يوازي دژوندددوام لږ خواړه ترلاسه کولاي سي . په نړيواله کچه په سلوکې تر ۶۰ زياتي ښځې دسواد له نعمته محرومي اود توروديوالوشاته په زړه بوږنوونکې حالت کې شپې او ورځي سباکوی .
په نړواله کچه کورنۍ اوټولنيز تاوتريخوالي داوج خپلو ورستيو مرحلوته رسېږي . همدا اوس په ،افغانستان، عراق، سوريه ،ليبيا،فلسطين اويوشمر افريقايي هيوادوکي هر ورځ ميندي اودهغوي ماشومان دقدرت پر سره دقدرت دليوالودجگړي داورپه لمبوکي سوځي .
په افغانستان کي پر جگړ ه سربېره يوشمير ښځی دمنځنيو پيړيو دود اودستور هره ورځ په خپلو منگلو کي رانغاړی . زموږ په هيوادکي دقدرت دخاوندانو اوټوپکسالارولخوا په زور ودونه ،په بديو کي ورکول ، خرڅېدل،دښځو وهل ټکول يوه معمولي خبره ده , داخولاپرېږده ښونځيو اوکار ته نه پريښودل ډيري لوړي کچي ته رسېدلی دي،همدا اوس زموږ دمعلوماتوله مخې دافغانستان ديوشمير ولايتونه انجونې دتعليم اوعالي تحصيلاتونه داسلامدمقدس دين له اساساتونه په غلته استفاده اودعنعنې په نوم محرومې ساتل کيږي . همدا اوس دټولو انساني او اسلامي نورمونوخلاف وړې ماشومي انجونې ېو(( ۵۰)) کلن اوياترهغه هم مشر سړي ته ودېږي اوياپه محلاتو کي دزورخاوندان له هغو ي نه ناروا استفادې کوي.
موږد همدې پيغام په مټ دهغو غيرتي ښځوددغه وړانديزونه چې ښځوته دې خپل حق ورکړه سي تائيد وړاودافغاني ښځو قانونی حق بولو،دويته دغه حق نه ورکول په عملي بڼه دقانون اوټولونړيوالو اصولواوکنوانسيونودپرېکړواو اعلاميو ترپښولاندي کول بولو اوپر ولسمشر ږغ کوو چې په وعدو اوزاريو ددې هيواد دپوره نيمايي وگړو حق نشي تر لاسه کېداي ،که په رښتيا دافغاني ښځوحق ورکولواودهغوي قانونی دفاع ته ژمن ياست نودقانوني لاروچاروسنجول ئي دحل اساسي لاره بولو .
دادی پسله دولس کاله پدې کوچنۍ هيواد کې نږدې ((۴۷)) هيوادونه تر ((۱۵۰ )) زرو پوري پوځي ځواک شتون لري اوپه ميليارډو ډالر ونه ولگېدل له بدمرغه تر اوسه لاهم دبشردحقوقو نړيوال سازمان له افغانو ښځو سره د زورزياتي له کبله ژوری اندېښنې څرگندوي . اويا اعلانوي چې د نوروکلونو په پرتله د ښځو د ځان سوځولو،وژنو او په زوره د هغوى د ودولو کچه لوړه شوې ده .
په سويډن کي ددوستۍ فرهنگی ټولني مشرتابه جرگه پر افغان چاروکواونړيوالوسازمانو ږغ کوي چې په افغانستان کي دښځوزورونکی اوربړېدونکی حالت ته جدي اوهر اړخيزه پاملرنه وکړی . موږپدې باوريو ي چي په ټوله نړی کښي دښځوپه وړاندي له انصاف نه ليري چال چلندکيږي،دهغوي پر انساني حقوقو تيری يوه معمولي بڼه اختيارکړېده ،په افغانستان کې دافغاني ښځو دژوند اقتصادي ،سياسي ،اجتماعی اوفرهنگی حالت دزورېدو ورستيومرحلوته رسېږي ، که دغه حالت ته ژوره پاملرنه ونسي پايلې به ئې ډيري زورونکی وي .
موږ دښځودنړيوال پيوستون دتاريخي ورځي په مناسبت دخپلی مبارکی اونېکو هيلو په څرگندولوسره په افغانستان اونړی کي دښځودانساني حقوقوڅخه دخپل ملاتړ په څرگندولوسره ،په ټوله نړی کښي ددولتي چارواکو اونړيوالوبشري سازمانوڅخه غوښتنه کوو چې په نړيواله کچه دښځوپه ژوند کي راپيداشوو نا خوالودله منځه ولولپاره لاس په کارشي.
پدې هيله چي ژر تر ژره زموږ خوندي له دې افته اوتوري بلا له منگولوخلاصي اودخپلو ورڼوسره دبرابرکار، تحصيل اوپه اجتماعي ژوندکي دبرابر ې ونډې اخيستلوحق ترلاسه کړي اوديوې پتمنې،مسلماني اوپر وطن مينې غيرتې هيوادوالي په توگه دې سوځېدلي هيواد اوکړېدلي ولس ته دخدمت جوگه سي .
ددوستۍ دمشرتابه جرگې په استازيتوب
حبيب الله غمخور