کور / هراړخیز / هندو ستړی خدای ناراضه

هندو ستړی خدای ناراضه

داچې تاسو ته بهتره معلومه شوه او ده چې دتاریخ په اوږدوکې دافغانستان اساسي هراړخیزواک او ختیاردپښتنو په لاس وه ، او په بهتره ډول یې دخپل هیواد دنیکمرغیو لپاره هلې ځلې هم کړي دي ، چې ښه مثالونه یې له سردارمحمد داودخان څخه پورته جمهوروریسانو ته منسوبېږي ، خو دشهید داودخان درژیم له ړنګېدو سره ، په پرلپسې کودتاګانې یوازې ددولتي زوال رامنځته کېدل ول ، ولې ډېرې سیمیزې شخړې یې رامنځته نکړې ترڅوچې ترډاکټرنجیب الله پورې دا پړاو راورسېده .
ډاکټرنجیب الله هم په ډېرښه ډول دخلکو په منځ کې خپل موقعیت وساته او هم یې دوطن پالنې روح تازه وه چې دهغه بې رحمانه وژنه یې یو مثال وه ،له ډآکټر نجیب الله څخه وروسته دمجاهدینودوران تېرشو په کوم کې چې هرسړي په ټوپک ګام کاوه او دخدای درضا لپاره یې هلې ځلې کولې ، ولې درهبرانو زړونه یې له شخصي هیلو څخه ډک ول او دخدای درضا پرځای یې دنورو درضا هیله درلودله چې مثال یې په اوسني نظام کې دهغو شهیدانو په وینو مسخرې دي کومو چې په هغه وخت کې یوازې دخدای رضا هدف درلوده ، او بل مهم مثال یې داوه چې هیواد یې لکه دکباب په شان په سره اور باندې اړخ په اړخ واړاوه .
لنډه داچې حضرت صبعت الله مجددي دشپږو میاشتو لپاره واک ته ورسېده ، دهغه یوه خاطره داوه چې په هوایي ډګرکې دکوم هیواد ولسمشر ورته دکومک په شکل پیسې ورکړې وې ، دامرسته ژورنالیستانو لیدلې وه ، وختونه تېرشول ، یوه ورځ یو ژورنالیست ترې پوښتنه کړې وه چې هغه مرسته دې په کوم ځای کې ولګوله ، مجددي صیب په ځواب کې ورته ویلي وه چې خدای دې خوار نکړه هغه خو یې له ماسره شخصي مرسته کړې وه ،چې له دې جملې څخه یې پخپله ګران لوستونکي شخصیت تعبیرولای شي ، له مجددي صیب څخه وروسته هم برهان الدین رباني پرتخت کښنیاست دچا چې شعار( یاارګ یا مرګ ) وه ، رباني به خپله چوکۍ په ځان پسې کشوله ، تردې پورې چې یوه معقوله ترې جوړه شوه ،اوس چې کله یو څوک یو شی نه پرېږدي ورته وایي چې څه درباني چوکۍ دې ترې جوړه کړه ، په دې دوره کې له افغانستان سره هراړخیز خیانت وشو، دافغانستان بدترینه دوره وه ، پاټکونه ، غلاوې ، ټوپک سالارۍ ، داټولې پکې او ج ته ورسېدې ، بالاخره طالبان راغلل او ددولت واګې یې دملا محمد عمرترمشرۍ لاندې په خپل لاس کې واخستې ، شمال ټلواله یا شورا نظار په پنجشیرکې دمقاومت په حال کې تراخره پاتې شوه ، وختونه ووتل ، دنظارشورا په مرسته امریکا دیوې بهانې په ترڅ کې ترافغانستانه راورسېدل ، ددې لپاره چې پښتانه ارام وساتي نو ښاغلی کرزی یې دموقت جمهور ریس په توګه غوره او نورې ټولې برخې او امتیازونه یې دټالوالې په لاس کې ورکړل ، چې بهرنیو چارو وزارت ، دداخلې وزارت ، او نور هغه مهمې برخې چې ددولت ، او په افغانستان کې دزور ازماینې لپاره اړینې وې هغوي ته په لاس کې ورکړې او هغه ټول خیانتونه یې ورته لغوه کړل کوم چې په کلونو کلونو یې دبشري هراړخیزو حقوقو څخه نه وو درېغ کړي ، دنظارشورا پښتانه په خپلو پښتنو وځپل ، هغه داچې ښاغلی کرزی ، دپښتنو په رایو او هڅو دلمړي او دوهم ځل لپاره پرتخت کښیناست خو لیکین کرزي دکلونو په دوران کې له پښتنو او پښتو سره دنظاردشوراڅخه بدتره لوبه وکړه ، دده په دوره کې یو څو ټکو ته اشاره کوم ، پښتانه په خپل منځي اختلافونو ککړشول ، په زرګونو پښتانه دامریکایانو ، په زرګونو پښتانه دکرزي ددولت ، په زرګونو پښتانه دطالبانو لخوا قتل شول ، او هم یې هغه سران کوم چې دپښتنو دحق غوښتونکي ول له منځه یووړل ،او س هغه وخت رارسېدلی دی چې پښتانه په هراړخیزډول دکرزي له حکومت څخه ماړه دي او هیڅ نوع همکاري یې له خپل زړه څځه نه کېږې ، او داچې کرزي اوس هم خپل قوم او هم خپله ژبه له لاسه ورکړله نو وخت ناوخت دټالوالې له جالبوګواښونو اوکلیمو سره هم مخ کېږي ، لکه ، دکرزي حکومت قوم ګرا حکومت دی ، کرزی متعصب دی او له نوروقومونو سره دموراو میرې چلند کوي ، خو ولې دې ته یې فکر نه دی چې کرزي په تاریخ کې داسي حالت رامنځته کړ چي نن ورځ زه په وزارتونو کې له ډاره پښتو نشم ویلای ، ولې چې بیا څوک دنده نه راکوي .
نن ورځ زه خپل نظر په پښتو نشم څرګندولای ، ولې چې دافغانستان اصلي اوسېدونکي پرې نه پوهېږي ، نن ورځ جمهور ریس په پښتو خبرې نشي کولای ولې چې بیا دمعاوینیو له عقدې سره مخ کېږي ، نن ورځ زما پښتانه ورونه بې کوره دي ، وکیلا ن یې ژړا ګانې کوي ، ددولت مرستیالان یې خیمې ورانوي ، وزیران یې پروژې ورانوي ، په شما ل کې یې ځمکې شمالي قوماندانان په زوره اخلي ، لوڼې یې په زوره ودوي، دپښتون ولس پرضد هم په اپوزیسیون کې ، هم په دولت کې هم په ائتیلافونو کې پلانونه جوړېږي او عملي کېږي ، خو ولې جلالت معاف ګونګ دی . خو ترکومه به دالړۍ روانه وي ، که همداسې وي نو له خدای نه غواړم چې دپای ټکی دې ورته کښېږدي.