کور / تازه خبرونه / لغمان : د ښځو نړۍ واله ورځ ولمانځله سوه

لغمان : د ښځو نړۍ واله ورځ ولمانځله سوه

غونډه چې د حامد کرزي د جرګو په تالار کې په همدې موخه جوړه شوې وه د لغمان والي ډاکتر فضل الله مجددي په ګډون په کې لغمان امنیه قوماندان، د ادارو چارواکیو، د یوناما او بشر حقونو د خپلواک کمیسیون استازو او په سلګونه میرمنو هم برخه لرله.
د غونډې په پیل کې د لغمان د ښځو چارو ریاست مالي او اداري مدیر احمدګل بیدار د یاد ریاست د حقوقو، د ظرفیتونو د لوړونې، ټولنیزو چارو، د عامه پوهاوي او د بشري سرچینو د څانګو په فعالیتونو رڼا واچوله او زیاته یې کړه چې په یادو څانګو کې یې په سلګونه میرمنو او نارینه وو ته بیلا بیل ورکشاپونه او د عامه پوهاوي پروګرامونه جوړ کړي.
ورپسې د ښځو چارو ریاست یوې کارکونکې شبنم صافۍ د افغانستان اسلامي جمهوریت د ښځو چارو د وزیرې حسن بانو غضنفر رالیږلی پیغام د غوڼدې ګډونوالو ته واوروه.
بیا لغمان والي ډاکتر فضل الله مجددي په خپل وار سره په ټولنه کې د میرمنو د ونډې او ارزښت، په عنعنوي او کلیوالو دودونو او رواجونو، د اسلام په مقدس دین کې میرمنو ته په ورکړل شویو حقونو او صلاحیتونو او په ټوله کې د ښځو د حقونو د فعالانو د زحمتونو او زیار ګاللو او په دې برخه کې د هغوی د مبارزې په اړه مفصله وینا وکړه.
دغه راز ډاکتر مجددي په سوله او امنیت کې د میرمنو په رول او ارزښت هم خبرې وکړې او له میرمنو یې وغوښتل تر څو د سولې په بهیر کې د خپل دولت سره یو ځای کار وکړي او زیاته یې کړه دا هغه څه دي چې میرمنې کولی شي په ډېرې اسانۍ سره یې تر سره کړي ځکه چې د مور غیږ د اولاد لپاره د روزنې او پالنې لومړنی ښوونځی دی.