کندهار افغانستان- د کندهار په ليري پرته ولسوالي غورک کي له کلونو-کلونو ځنډ وروسته د عامي روغتيا رياست لخوا يو باب روغتيايي مرکز پرانستل سو او خلکو ته روغتيايي خدمات محيا سول.
د کندهار په دغه شمالي ولسوالۍ کي وروسته له هغه روغتيايي خدمات په ټپه ودرېدل چي پوره شپږ کاله وړاندي وسلوالو مخالفينو د هغې ساحې کنټرول په لاس کي واخستى او هلته ودان سوى کلينيک يې د اور لمبه کړى.
د عامي روغتيا رياست مسؤلينو تېره ورځ په ياده سوې ولسوالۍ کي دغه کلينک په يوه شخصي کور کي پرانستى او د کور له خاوند څخه يې مننه وکړه چي له دولت سره يې په دې برخه کي همکاري کړې او د هغې ساحې خلکو ته يې روغتيايي خدمات اماده کړي دي.
د کندهار د عامي روغتيا رئيس ډاکټر عبدالقيوم پخلا وويل چي په دغه مرکز کي به لومړني روغتيايي خدمات وړاندي کيږي او دوى کار کوي چي ورته وسعت ورکړي او د ولسوالۍ ټولو اوسېدونکو ته روغتيايي خدمات ورسوي.
د ياد سوي روغتيايي مرکز لپاره پرسونل او ساتونکي د هماغې ساحې له خلکو څخه انتخاب کړل او د سيمي اوسېدونکو هم ژمنه وکړه چي په ساتنه او پالنه کي به يې تر وروستي حده هڅه کوي او چاته به اجازه نه ورکوي چي دغه مرکز هم د نورو هغو په شان په اور وسوځوي.