کور / تازه خبرونه / ورګ : د ګازو او نفتو يوه شرکت په کار پيل وکړ

ورګ : د ګازو او نفتو يوه شرکت په کار پيل وکړ

په ميدان وردګو ولايت کې د يو مليون امريکايي ډالرو په مالي لګښت د ميدان ګروپ ګازو او نفتو شرکت له جوړېدو وروسته نن (چهارشنبه ) ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.
دغه شرکت چې د ميدان وردګو ولايت په مرکز کې فعاليت کوي،ګټې اخيستنې ته د سپارلو په مراسموکې د دغه شرکت رئيس ښاغلي انجينر محمد ايوب اميري وويل دغه شرکت چې په (۷۴۰۰ ) اوه زره او څلور سوه متره مربع سيمه کې جوړ شوی،تردې دمه پرې يو مليون امريکايي ډالر لګښت راغلی .
هغه زياته کړه،که څه هم ددغه شرکت چارې په پوره توګه نه دي بشپړې شوي ، خو د خلکو په غوښتنه يې خپل فعاليت ژر پيل کړ او ژمنه يې وکړه،چې په مناسب قيمت به ددغه ولايت اوسيدونکو ته ګاز او نفت ورکوي او په وينا چې ډير ژر به ددغه ولايت په ټولو ولسواليو کې خپلې څانګې پرانيزي ،چې له امله به يې لسګونو د ميدان وردګو ولايت اوسيدونکو ته د کارکولو زمينه برابره شي .
د ميدان وردګو ولايت مرستيال ښاغلي ذاکر حسين سلطاني د خپلو خبرو په ترڅ کې وويل هڅه کو،چې په دغه ولايت کې خصوصي سکتور ته وده ورکړو،ترڅو خلک په ښه ډول د ژوند د سهولتونو څخه برخمن شي او د ياد شرکت مسؤلينو ته يې لارښوونه وکړه،چې په ياده برخه کې د خلکو شته ستونزو ته په ښه توګه ځواب ووايي .
د ولايتي شورا مرستيال حاجي جانان په پانګوالو غږ وکړ،چې په دغه ولايت کې دې خپلې پانګونې ته ادامه ورکړي او غوښتنه يې ترې وکړه چې له دولت سره دې د بيا رغاونې په بهير کې ونډّ واخلي .
ديادونې وړه،چې ميدان وردګ يو زراعتي ولايت دی، چې د ملي سوداګرو په پانګې اچونې سره د دغه ولايت دخلکو په اقتصادي ژوند کې مثبت بدلون راتللای شي .